IQNA

 قرآنی سورې/36

یاسین سوره؛د قرآن زړه او عصاره

6:47 - October 17, 2022
د خبر لمبر: 3486330
ایکنا-(تهران) په قرآن کریم کې  ډير مختلف مسئلې آو مطلبونه بیان شوي دي،خو دقرآن کریم ترټولو مهم او اساسی مطلبونه   ددین  درې اصول ،یعني  توحید،نبوت او معاد بللی شو چې یاسیسن سورې پشمول  دقرآن په مختلفو برخو کې ذکر شوي دي.

د قرآن کریم شپږدیرشمه سوره یس یا یاسین نومیږي، دغه سورهپه ۸۳آیتونو سره د قرآن کریم په ۲۲ او ۲۳ سپارو کې واقع ده .یاسین یوه مکي سوره ده چې دنزول په ترتیب کې یوڅلویښتمه سوره ده چې  داسلام پر ګران پیغمبر(ص) نازله شوې ده .

 دغه سوره په مُقَطَّعه «یاء و سین»ټکو  سره پيل شوې او په دغې نامې مشهوره ده . د روایتونو په اساس، یاسین سوره ،د قرآن کریم یوه ترټولو بافضیلته سوره ده،ان تردې چې د قرآن زړه بلل شوې ده .

د ځينو نظر خاوندانو دنظر په اساس، یاسین سوره په دې خاطر  دقرآن زړه نومول شوې ده چې هغه ټول مطلبونه اواساس  چې په ټول قرآن کریم کې راغلي دي،په دغې سورې کې مطرح شوي او که انسان ئې پر آیونو دقت وکړي، نو ګواکې درست قرآن ئې درک کړی دی.

یاسین سوره  هغه مهال نازله شوه چې  مشرکانو د معاد له موضوع انکار کوۀ.خداوندمتعال  دغه سوره د دوي په ځواب کې نازله کړه .

یاسین سوره ددین په درو اصولو ،یعني توحید،نبوت اومعاد توجه کړې ده او د قیامت په ورځ د مردګانو د ژوندي کیدا او او د هغو د بدن دغړو د خبرو کولو په باب ئې وئيلي دي . همداراز د قریه  اصحابو او د آل یس دمومن  کیسه په دغې سورې کې بیان شوې ده .

لومړني آیتونه ، دنبوت او دهغو د فلسفې موضوع او له پيغمبرانو بلنې سره د  خلکو دچلند موضوع ته  مخه کوي. او د نبیانو د بلنې په منلو اوردولو کې ئې د خلکو حال بیانوي چې  دنبیانو د حق بلنې نتیجه  د خلکو احیاء ده او دا چې یوازې هغه کسان چې دغه بلنه ومني، د نیکمرغۍ په لاره سمیږي.

  وروسته دتوحید په باب ځیني آیتونه راغلی دي چې  دخداي د وحدانیّت نښې نښانې ئې شمیرلي دي . له دې وروسته، دمعاد  او له پرهیزګارانو څځه د مجرمانو د جلا کیدا و د  جزا د اخستو لپاره  په قیامت کې د مدرګانو د ژوندي کیدا موضوع هم سپړل شوې ده  او وئیل شوي دي  چې  په دغې ورځې د دوي غړي او اندامونه  به هم خبرې وکړي.

له معاد سره اړونده برخه ،ددغې سورې ترټولو مهمه برخه ده چې په مختلفو دلیلونو سره معاد او د قیامت په ورځ  دسول او جواب  او د  اړیکو د څرنګوالي  او د نړۍ دپاي او دجنت او جهنم  په اړه خبرې کیږي.  ددغو بحثونو په دوام کې د بې خبرو او غافلانو  دهوښیارتیا او ځیرتیا لپاره  هم لړزونکي آیتونه راغلی دي .

بلاخره  دسورئې وروستي آیتونه ،دپه دغې ورځې  د پرهیزګارو او مجرمانو حال بیانوي. دسورې په آخر کې  هم د دین د درو اصولو ،یعني  توحید،نبوت او معاد خلاصه بیان شوي او ورباندې استدلال شوی دی .   

تړلې خبرونه
captcha