IQNA

قرآني سورې/46

د خداي او د قیامت د ورځ د انکارکؤنکو د عاقبت په باب په احقاف سورې کې دلیلونه

14:57 - December 11, 2022
د خبر لمبر: 3486581
ایکنا-(تهران) انسانان په مختلفو افکارو او عقیدو سره  آزاد ژوند کوي. دوي د حقیقت او  واقعیّت ا نکار کولی او له باطلو  تفکراتو او بهیرونو سره ملګرتیا کولی شي،البته باید پوهه شي چې  د حقیقت د انکار او  له باطل سره دملګرتیا عاقبت به څه وي.

د قرآن کریم د شپږڅلویښتمې سورې  نامه ؛احقاف؛ نومیږي. دغه سوره  چې یوه مکي سوره حسابیږي، شپږشپیتمه سوره ده چې د اسلام پر پیغمبر(ص) نازله شوې ده. احقاف سوره  په  پنځه دیرش ایتونو سره د قرآن کریم په شپږویشتمې سپارې کې  واقع دی.

دغه سوره په یویشتم آیت کې ددغه ټکي د شتون په دلیل احقاف نومول شوې ده چې د عاد قوم د کیسې او ټاټوبی په باب،یعني د حضرت هود(ع) د قوم په باب خبرې کوي.حضرت هود پیغمبر خپل قوم(عو)په احقاف ټاټوبي کې د خدای له عذابه ویرول. ددغه قوم ټاټوبی  د شګو او ریږ لرونکو  ؤ او  احقاف  د شګینې دښتې په معنا دی. دغه ټکی په قرآن کریم کې یوازې یو ځل راغلی دی.

احقاف سوره د قیامت اوپه هغه کې د مومنانو او کافرانو د وضعیّت او ځائيګي په باب  او  ددغې نړۍ د خلقت د چټیتوب په باب خبرې کوي اوخداوندمتعال د مړو  په ژوندي کولو کې  توانمن معرفي کوي. په دغې سورې کې له مور او پلار سره دنیکئ په باب سپارښتنې شوي دي. . په روایتونو کې راغلي دي ، ددغې سورې پنځلسم آیت ، دحضرت امام حسین علیه السلام په باب نازل شوی دی. ددغې سورې دتلاؤت  د فضیلت په باب روایت شوي دي چې  هرڅوک دغه سوره  هره شپه یا هره  جمعه  ولولي ، خداوندمتعال  له هغه ددنیا وحشت لیرې کوي او  د قیامت د ورځې وحشت  څخه  هم په آمان کې خوندي ساتي.

دغه سوره د معاد په اثبات سره پیل شوي او د سورې تر آخر پورې   ئې همدغه مطلب بیا بیا تکرار کړی دی.

 په دغو آیتونو کې   خدای په  وحدانیّت او نبوّت  هم حجت راوړی دی  او  د هود قوم هلاکت ته ئې  او هم دمکې په باب  حوزو ته هم اشاره کړې ده او په دې وسیله خلک  پوهوي او ویروي ئې او هم  دخدای د رسول (ص) په نزد د جناتو د یوې پرګنې د څو کسانو د ورتلو خبر ورکوي،چې قرآن کریم دځينو آیتونو له آوریدو وروسته پر هغه بزرګوار ایمان راوړي،د خپل قوم په لور خوځيږي څو دوي هم  خبر کاندي.

د مکې مشرکانو خپل ځان د  قدرت په اوج کې بالۀ  او خیال ئې کاوۀ چې دپیغمپر د بلنې منلو ته هیڅ ضرورت نه لري،له دې امله د خلکو د  ګمراه کولو ا و دبت پرستۍ په تبلیغ سره ، د اسلام ددین د حقانیّت او د قرآن دتعلیماتو له حقیقت څخه په ملنډو وهلو سره انکار کوي. احقاف سوره  کافرانو او د قریشو مشرکانو ته  دخبرداری لپاره نزاله شوېڅو د وي ته یادونه وشي چې  ددغې رودې دوام به دنیا او آخرت کې د دوی لپاره بد انجام ولري او  دپیغمبر  حقانیّت او بې توجهي او دقیامت  انکار کولو   او دباطلو په لارې تلل، به د دوي لپاره په دنیا او آخرت کې  له ناکامۍ اوذلت پرته بله هیڅ نتیجه ونه لري او لکه څنګه چې  د دوي د حق ضده ناروغۍ درملنه، یوازې  د قیامت  د دردناک عذاب په یادونې سره  شونې وه . د سورې په څو آیتونو کې د  معاد پر موضوع او د کافرانو دعذاب او د جهنم اور ته د دوي دو ړاندې کولو بر موضوع ټينګار کوي.

تړلې خبرونه
captcha