IQNA

قرآنی سورې/29

د عنکبوت پر ځالې تکیه؛ددروغجنو خدایانو دعبادت لپاره یوه تشبیه

17:46 - September 12, 2022
د خبر لمبر: 3486215
ایکنا-(تهران) پيغمبرانو ډيره هڅه وکړه څو ددروغجنو خدایانو بې ارزښتوالی او په لاسونو ئې جوړیدا رابرسیره کړي،خو د دوی د پيروکارو له ځِل سره  مخ شول .دعنکبوت سوره په ښکلي تشبیه سره،د ګمراهانوباؤرد عنکبوت یا غڼې(جلا)پر ځالې یا خونې باندې له تکیې سره  پرتله کوي.

د قرآن کریم د دنهه ویشتمې سورې نامه عنکبوت دی. دغه سوره۶۹آیتونه لری،او د قرآن کریم په شلمې او یویشتمې سورو کې واقع ده.عنکبوت سوره په مکې کې نازله شوي سوره ده او پر پیغمبر اکرم باندې پنځه ایتایمه نازله شوي سوره ده .

 دغه سوره عنکبوت نومیږي ،ځکه چې په ۴۱آیت کې ئې په همدې نامې یعني عنکبوت یا غڼې یا جلا ته اشاره شوې ده.  په دغه آیت کې  د کافرانو بت پرستۍ ته د عنکبوت پر نازکې خونې باندې تکیې کولو سره تشبیه ورکړل شوی دی.«مَثَلُ الَّذِينَ اتَّخَذُوا مِنْ دُونِ اللَّهِ أَوْلِيَاءَ كَمَثَلِ الْعَنْكَبُوتِ اتَّخَذَتْ بَيْتًا وَإِنَّ أَوْهَنَ الْبُيُوتِ لَبَيْتُ الْعَنْكَبُوتِ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ؛دهغو کسانو کیسه چې له خداي پرته ئې دوستۍ او عبادت کولو ته مخه کړې ده،د هغه عنکبوت په څير دي چې د ځان لپاره ئې داسې کور جوړ کړ ی دی او په حقیقت کې که پوهیدلی،تر ټولو نازکه خونه هماغه د عنکبوت خونه ده::

ددغه آیت په تفسیر کې راغلي دي ، چې خداوندکریم ،بتان چې کافران ورته عبادت کوي، دعنکبوت له کورسره تشبیه کړي دیڅو دا مفهوم ورسوي چې دغه بتان د خپلو پیروکارو لپاره هیڅ ګټه اوفایده  نه لري او د تاوانونو او سختیانو په وړاندې دانسانانو ساتنه نشي کولی.

ددغې سورې د پیل برخه  چې  دمنافقانو د امتحان او وضع په باب ده .دا دواړه موضوعګانې له یوه بل سره په ارتباط کې دي ځکه چې د منافقانو پيژندګلوي، له الهي امتحان پرته  ممکنه نه ده .

دوهمه برخه،د اسلام دد ښمنانو او مشرکانو دکړولو اواذیّت کولولپاره  داسلام د ګران پیغمبر  دهمدردۍ لپاره وه. دهمدې لپاره په دغې سورې کې د نوح او ابراهیم او لوط اوشعیب په څير د دلویو پيغمبرانو  برخلیک  راغلی دی چې د سرزورو په وړاندې ئې مقاومت کړی دی .

 ددِې سورې یوه  بله برخه دتوحید او د پنځون په عالم کې دخداي نښو نښانو او له شرک سره د مبارزې د موضوع خبره کوي او  دانسانانو وجدان او فطرت دلته عدالت او انصاف ته بولي.

 او ددغې سورې وروستۍ برخه دجوړو شوو معبودانو  کمزورتیا او بې وسۍ ته مخه کوي. دوی که څه هم په ظاهر کې سخت او مقاوم دي ،خو  دمشکلاتو او سختیانو په وړانادې دغوښتو پوره کیدا او یا حفاظت کولو  په اړه بالکل بې وسه او عاجز دي . په مقابل کې ، د قرآن دعظمت او د اسلام د پیغبمر دحقانیّت ددلیلونو خبره کوي.

تړلې خبرونه
captcha