IQNA

قرآنی سورې/28

د خداوندمتعال په وړاندې د قدرت او شتمنۍ د ناکامۍ کیسه

16:36 - August 27, 2022
د خبر لمبر: 3486144
ایکنا-(تهران)دتاریخ په اوږدو کې مختلفو بهیرونو هڅه کړې ده، دالهی بهیرونو په وړاندې پر خپل قدرت  یا شتمنۍ په تکیې سره ودریږي،خو هغه څه چې له تیرو مونږ ته پاتې دي ،ښئ،نه د سرزورو قدرت او نه هم دشتمنو شتمنۍ له الهي قدرت سره د مقابلې توان  نه لري .

د قران کریم اته ویشتمه سوره قصص نومیږي. دغه سوره په مکې کې نازله شوې ده او نهه څلویښتمه سوره ده چې پر پیغمبر اکرم (ص) نازله شوې ده .قصص سوره په اته اتیا آیتونو سره د قرآن کریم په شلمې سپارې کې واقع ده.

د قصص په نامې ددغې سورې نومولو دلیل،له ځينوپیغمبرانو سره  اړونده کیسو ته مخه کول دی .دحضرت موسی،زیږیدا،د شعیب له لور سره دهغه وادۀ کول، له فرعون سره د موسی مبارزه،دقارون پيښه او په پیغمبر دایمان نه راوړلو لپاره  دمکې د مشرکانو پلمې ، د قصص سورې د مطلبونو ځیني برخې دي.

علامه طباطبائي د قصص سورې اصلی موخه،د هغو مومنانو د بریالیتوب دوعدې بیانول بللي دي چې په مکې کې مدینې ته له هجرت مخکې یوه واړه ډله وه او په ترټولو سختو شرائطو کې ئې ژوند کاوۀ او دا چې خداي تعالی پر دوي منت  او احسان کړی او  دزمانې پر فرعونیانو باندې  په بریالیتوب سره ئې دوي ته په مځکې کې قدرت ورکړی، په همدې خاطر له زیږیدا رانیولې پر فرعون ئې تر بریالیتوب پورې  دموسی کیسه نقل کړې ده .

 دغه سوره چې د مسلمانانو د کړاؤ او سختۍ په پړاؤ کې نازله شوې ده ،د فرعون په جنګ  کې د بنی اسرائيلو له سختیو سره ددوي د ژوند پرتله کول دي، او دد وي بریالیتوب ، د طاغوتیانو ناکامي او  دوي ته په میراث کې د مځکې درسیدا ځيری ورکوي .

 په دغې سورې کې د حضرت موسی له زیږیدا رانیولې تر نبوّت او له فرعون سره د هغه ترمبارزې پورې  او دغه راز له کمزوري کیدا د بنی اسرائيلو تر نجات  او هم د قارون د شتمنیو زیرمه کولو او د هغه تر تریخ برخلیک پورې کیسې پکې بیان شوي دي.

دقصص سورې په یوې برخې کې د قارون کیسه هم بیان شوې ده چې په علم او خپلې شتمنۍ باندې په تکیې سره  له تکبر اوغرور سره مخ شو او د فرعون په شان برخلیک ئې پيدا کړ. تفسیر نمونه ،د موسی په وړاندې د فرعون اوقارون دنابودۍ  دکیسې بیانول  د مسلمانانو لپاره ددې ټکې روښانول  ګڼي  چې  نه د مکې شتمن خلک او نه هم مشرک قدرتمند، دمستضعفینو د کامیابۍ په باب د خدای تعالی له ارادې سره دمقابلې توانمني نه لري.

ددغې سورېئ په ځینو برخو کې  هم له توحید اومعاده  او دقرآن اهمیّت ،په قیامت کې د مشرکانو وضعیّت،د هدایت او ضلالت مسئله او په پیغمبر(ص) دایمان نه راوړلو لپاره د کمزورو کسانوپلمو جوړولو ته ځواب  هم په تفصیل سره بیان شوي دي.

تړلې خبرونه
captcha