IQNA

قرآني سورې/47

په ؛محمد ؛سورې کې له جنګي بندیانو سره د چلند څرنګوالی

6:51 - December 15, 2022
د خبر لمبر: 3486602
ایکنا-(تهران)د قرآن کریم  اوه څلویښتمه سوره محمد نومیږی چې پکې مطرح یو مفهوم ،له جنګي بندیانو سره دچلند څرنګوالی دی.

محمد سوره چې یوه مکي سوره ده ،پنځه نویمه سوره ده چې پر پیغمبر اکرم حضرت محمد (ص)نازله شوې ده.دغه سوره په ۳۸آیتونو سره د قرآن کریم په ۲۶سپارې کې واقع  ده.د محمد(ص) نامه په دوهم آیت کې ذکر شوې،په همدې دلیل  ددغې نامه محمد کیښودل شوې ده.

د محمد سورې اصلي چورلیز د د مومنانو د نیکو عملونو اوصفتونو او د کافرانو دځيږو او خبیثون عملونو شمیرل او دغه راز په قیامت کې د  هردواړو ډلو دعملونو دکار او نتیجو پرتله کول او د اسلام له دښمنانو سره د جنګ او جهاد موضوع ده.ددغې سورې په لازیاتو آیتونو کې د جنګ موضوع دسپړلو دلیل، له احد جنګ سره( د مسلمانانو او مشرکانو ترمینځ دوهم جنګ ؤ چې د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شو)د هغو د نازلیدا یووخت والی بلل شوی دی.

 د ؛اضلال ؛ او ؛ احباط؛ له دوو ټکو دوامداره استفاده، د تباه شونې  او تاواني کیدا په معنا بلل شوې او بلاخره د کافرانو  عملونو ته  اشاره او دهغو په عاقبت ټينګار کوي.

ددغې سورې  دمحتوا په باب  په خلاصې سره وئيلی شو چې ا یمان او کفر  او د په دغې او بلې نړۍ کې د مومنانو او کافرانو  سره پرتله کول ،  له دښمنانو سره جهاد او دجنګی بندیانو دوضعیّت په باب فرمان، د منافقانو  دژوند حال چې ددغو آیتونو د نازلیدا په وخت  کې ئې په مدینې کې ورانکار فعالیتونه کول،پر مځکه  ګرځيدا ته سپارښتنه او دعبرت ددرس لپاره دمخکینیو قومونو برخلیک  اروزنه ، د جنګ او انفاق د موصوع په تناسب  د الهی آزموینو موضوع په اړه  پکې ارزونې او بحث شوی دی.

په هغو بحثونو کې چې په دغې سورې کې رشوي دي، له ؛حیط ؛ یا ؛احباط؛ څخه دي.په دې معنا چې  ناروا عملونه، دنیکو عملونه کارنامه له مینځه وړي. د جنګی بندیانو،تباهۍ او د هغو کافرانو دعملونو بې ارزښته کیداپه باب څلور مهم  فقهي او نظامي  حکمونه چې دخداي د لارې خنډجوړونکي دي ، له مکې څخه د وتلو په باب دخداي رسول سره همدردي  او مکې ته بیرته د ولولناکې ستنیدا وهده او له بخل څخه لیرېکیدا  او انفاق ته هڅول، ددغې سورې نوره موضوعګانې دي.

محمد سوره هغه مهال نازله شوه چې  مسلمانان په دوامدار ډول  له یهودیانو اومشرکانو سره ښکیل وو او  په جنګ کې ئې استقامت  او په دغې لارې کې  انفاق او مخارجو  تامینیدا ته اړتیا درلوده.  په حقیقت کې  د اسلام له  دښمنانو سره  جنګ او د جهاد موضوع ، یوه هغه ترټولو مهمه موضوع ده چې   په دغې سورې کې مطرح شوې ده . همداراز له جنګي بندیانو سره دچلند پهباب هم ډيرې سپارښتنې شوي دي، چې په هغو کې یوه دا چې فرمائي؛ «فَشُدُّوا الْوَثَاقَ فَإِمَّا مَنًّا بَعْدُ وَإِمَّا فِدَاءً حَتَّى تَضَعَ الْحَرْبُ أَوْزَارَهَا ذَلِكَ:  ؛نو (بندیان)په بندونو کې وساتئ او یا  ورسره همدردي وکړئ او  یا په بدل کې ورڅخه فدیه او  څه واخلئ  او   خوشي ئې کړئ،څو  په جنګ کې وسله پر مځکې کیښودل شي،دا دی دخداي فرمان::::( دمحمد سوریه او څلورم آیت )   

تړلې خبرونه
captcha