IQNA

اسلامي انقلاب د مسلمانانو د ګټو د دفاع بیلګه دی

21:42 - June 03, 2022
د خبر لمبر: 3485851
تهران(ایکنا)ـ د لبنان د حزب الله د مرکزي شورا غړي د بیروت په ضاحیه کښې د امام راحل حضرت امام خمیني رحمت الله علیه د رحلت په مراسمو کښې ټینګار وکړ

 د ایران اسلامي انقلاب چې امام خمیني (ره) یې بنسټ کیښود د مسلمانانو د ګټو دفاع کول دي.
ایکنا خبري اژانس د العهد خبري اژانس په قول راپور ورکړ د لبنان د حزب الله غورځنګ د مرکزي شورا غړي شیخ حسن البغدادي په هغو دستورو کښې چې د حضرت امام خمیني رحمت الله علیه د رحلت د درې دیرشمې کلیزې په مناسبت د بیروت په جنوب کښې ترسره شوې وویل: د ایران د اسلامي جمهوریت بنسټګر حضرت امام خمیني (ره) وتوانید له ختیځ او لویدیځ څخه خپلواکه انقلاب رامینځته کړي.
هغه زیاته کړه د ایران اسلامي انقلاب دغه لیاقت لري چې د مسلمانانو د ګټو د دفاع او د اصلاحاتو په رامینځته کولو کښې بیلګه ووسي.
د حزب الله غورځنګ دغه غړي د ایران اسلامي جمهوریت د فلسطین د مسلې لومړنی دفاع کوونکی وباله او زیاته یې کړه ایران له هر شریف لوري سره چې غواړي د خپل هیواد دفاع وکړي یا هغه له نیواکګرۍ خلاص کړي مرسته کوي.
هغه ټینګار وکړ: ایران په لبنان کښې د جنوب د ازادولو لپاره د لبنان د خلکو په ملاتړ کولو او د تیري په مقابل کښې د لبنان د خلکو په حمایت کولو سره بره لاس لرلی دی.
د حزب الله غورځنګ دغه مسسول شیخ البغدادي زیاته کړه :هغو کسانو ته چې هماغه راز په امریکا حساب کوي چې په هغو کسانو دباو راولي چې لبنان یې د اسرائیلو او د داعش له منګولو څخه ازاد کړ وایو باید ناهیلي شي.
شیخ البغدادي د مارچ د څوارلسمې نيټې ډلې ته په اشارې سره وویل:همدومره تجربه بس ده ،ښه خبره ده چې تاسو او د تاسو ټولنه غلط سیاست څنګ نه کړي اوتاسو ته ډاډ درکوو چې مثبتې نتیجې ته به ورسیږئ ګني تاسو او د تاسو اربابانو ته اجازه نه ورکوو د لبنان لږ شان خاوره او د لبنان د خلکو عزت د اسرائیلي دوښمن په ګټه له مینځه یوسي.

captcha