IQNA

کعبه د حج د مراسمو لپاره چمتو کیږي

22:45 - June 03, 2022
د خبر لمبر: 3485852
تهران(ایکنا)ـ د مسجد الحرام او د مسجد النبي د چارو ادارې د خدای پاک د کور یعني خانه کعبې په کامل ډول د وینځلو،

 وچولو او د ګلاب د عطرو د شیندلو او د حج د مراسمو لپاره د خانه کعبې د چمتو کولو خبر ورکړ.
ایکنا خبري اژانس د الاهرام ورځپاڼې په قول وویل د مسجد النبي او د مسجد الحرام د چارو ادارې نن له اختصاصي ټیم او د پاکولو له نویو ټیکنالوژیو څخه په ګټه پورته کولو سره د کعبې د وینځلو پړاو پاې ته ورسوه.
د پاکولو په دغو عملیاتو کښې لومړی د کعبې فرش له دوړو پاک کړی شو او بیا ټول فرشونه دیوالونه او د کعبې دروازه په لمدې ټوکرې سره پاکه کړه شوه.
د مسجدالحرام او د مسجدالنبي د ودانیو د ساتلو د تحقیقاتو او د میداني چارو او د خدماتو مرستیال محمد بن مصلح الجابري ډاګینه کړه: د کعبې د فرش پاکول په پړاویز ‌ډ‌ول او د معلوم مهال ویش پر اساس او د متخصصانو لخوا ترسره کیږي.
هغه وویل د بیت الله الحرام زیارتوالو ته د ښو خدماتو د وړاندې کولو او د روغتیا د چارو په رعایتولو سره د پاکولو له کار وروسته د کعبې فرشونه بیا وینځل کیږي او هغه وچول کیږي.
الجابري ډاګینه کړه د خدماتو د ادارې لخوا نویو تکنیکونو د خدماتو په چټک ترسره کولو او د لګښتونو په کمولو کښې مرسته کړي ده او په لاسونو سره اوپه الیکټرونیکي ډول د کعبې د پاکولو لپاره له هوشمندو ماشینونو کار اخیستل د دغو تکنیکونو یوه برخه ده.

captcha