IQNA

د پیغمبر(ص) سپکاوی حقیقي ترهګرۍ ده

16:41 - June 06, 2022
د خبر لمبر: 3485857
تهران(ایکنا)- د مصر الازهر پوهنتون د هندوستان د ځینو چارواکو لخوا د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم

د سپکاوي په غندلو سره ټینګار وکړ دا ډول کړچار هماغه حقیقي ترهګرۍ ده چې ټوله دنیا له مرګونو جنګونو او کړکیچونو سره مخامخ کولای شي.

ایکنا خبري اژانس د روسیا الیوم ټیلي ويژن په قول ویلي دي د مصر الازهر پوهنتون د یوې بیانیې په خپرولو سره د اسلام ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم ته د هندوستان د واکمن بهاراتیا جاناتا ګوند د ویاند لخوا سپکاوی وغاند.

د اسلام سپیڅلتیاو ته د هندوستان د واکمن ګوند د ځینو غړیو سپکاوی د دنیا د مسلمانانو او د هندوستان د مسلمانانو د احساساتو د راپاریدا سبب شوی دی ځکه چې پیغمبر او اسلامي سپيڅلي شخصیتونه د نیکو فضائیلو او د اخلاقو په لوړه څوکه کښې دي او خدای پاک ج هغوې چې پاک او رښتیونکي روحونه لري له رذایلو ساتلي دي.

د دغه بیانیې پراساس د مصر الازهر پوهنتون دغه خبرې چې د هندوستان دغه بې پروا او ناپوهه کس د بشریت د لویانو په هکله  کړي دي چټي خبرې ګڼي کوم چې کله نه کله یو کینه  لرونکی کس د اسلام او د مسلمانانو په هکله کوي.

الازهرز په عین حال کښې ټینګار وکړ دا ډول کړچار هماغه حقیقي ټروریزم دی چې ټوله دنیا  له  مرګونو جنګونو او  کړکیچونو سره مخامخ کولای شي او له دې کبله نړیواله ټولنه باید په پریکنده توګه او په قدرت سره د دا ډول ناوړه استفاده کوونکو د خطرونو مخه ونیسي او ورسره مقابله وکړي.

د ویلو ده چې د اسلام ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم ته د هندوستان د واکمن بي جی پي ګوند د دوه غړیو په سپکاوي باندې د خلکو د اعتراضونو له زیاتیدا وروسته دغه ګوند په دوې کښې یو کس  له خپل ګوند څخه وویست او د بل  کس غړیتوب یې د تحقیقاتو تر بشپړیدا پورې وځنډوه.

د هندوستان واکمن بهارتیا جاناتا ګوند پرون د پیغمبر اکرم حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د سپکاوي کولو په خاطر د دغه ګوند ویاند نوپور شرما غړیتوب وځنډوه او ویې ویل بي جی پي ګوند د ټولو دینونو احترام کوي.

د هندوستان واکمن بي جی پي ګوند دغه راز په نوي ډيلي کښې د خپلو د رسنیو د چارو مسوول کمار جیندال په اینټرنیټ سایټونو باندې د مسلمانانو پرضد له سپکاوي د ډکو څرګندونو په خاطر له  دغه ګوند څخه وویست.

https://iqna.ir/fa/news/4062180/

 

captcha