
د ترهګرې پیښې چې د دغه کورنۍ د څلورو د وژل کیدا سبب شوي وه د کلیزې مراسم ترسره کړل.
ایکنا خبري اژانس د لندن فري پریس په قول وویل د کاناډا لومړي وزیر جسټین ټروډو د نفرت په انګیزې سره په یوې حملې کښې د وژل شوي مسلمانې کورنۍ د درنښت په مراسمو کښې ګډون وکړ.
هغه د کاناډا په اونټاریو ایالت کښې په ویسټ اینډ ښوونځي کښې د کابو دوه زره کسانو په ټول کښې د پاکستان د وژل شوي کورنۍ یوه بچ پاتې ماشوم ته په اشارې سره وویل د دغه هلک د شجاعت د بیانولو لپاره چې ژوند یې د تل لپاره بدل شوی دی هیڅ کلمه نلرم. خو پوهیږم چې له نا تصور وړ غم سره سره هغه به له دغه ټولنې سره د نا باور وړ مینې او په ټول کښې له ټولې کاناډا سره د عشق لرلو په دلیل ډیر قوي شي.
شپږڅلویښت کلن سلمان افضل ، د هغه څلورڅلویښت کلنه میرمنه مدیحه سلمان ، د دوې پینځلس کلنه لور یمنا، او د دوې څلور اویا کلنه نیا طلعت افضل د تیر میلادي کال د جون د میاشتې په ۶ نیټه په داسې حال کښې چې مازیګر د کور د باندې ګرځیدل ووژل شول.
د یمنا دوستانو چې په دغه ښوونځي کښې د نهم ټولګي زده کونکي وو د دغه ځوانۍ انجلې د وژلې د درنښت مراسم ترسره کړل.
هغوې تیر کال د خپل دغم د یوه مورد په توګه له اسلام څخه د خلکو د ویرولو له څپې سره د مبارزې د ځوانانو د ائتلاف په نوم یوه ډله(ycci) جوړه کړه.
د تیر میلادي کال د جون د میاشتې په شپږمه نیټه د مازیګر په وخت د پاکستان په یوې مسلمانې کورنۍ باندې چې د کاناډا په اونټاریو ایالت کښې واقع په لندن ښار کښې ګرځیدل حمله وشوه چې له کبله یې د دغه کورنۍ څلور غړي ووژل شول او یوازې یو کس چې نهه کلن هلک و په حملې کښې بچ پاتی شو.
دغه حمله د ټرک یوه شلن کلن موټروان«ناتانیل فلتمن» کړي وه چې په قصدي ډول یې په دغو کسانو باندې ټرک خیژولی و.
https://iqna.ir/fa/news/4062443