
د هندوستان حکومت چې له تیرو څو ورځو راهسې د اسلام ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه واله وسلم ته د دوو چارواکو سپکاوي په خاطرد مسلمانانو له سخت اعتراض سره مخامخ شوي دي د دغه هیواد په شمال کښې د واکمن بهاراتیا جاناتا ګوند یو مشر ونیوه.
ایکنا خبري اژانس د صدی البد په قول وویل د هندوستان چارواکو نن وویل د هیواد د شمال پولیسو د لومړي وزیر نارندرا مودي په مشرۍ د هندو ملي پال ګوند یو ځوان مشريې
په ټولنیزو
اینټرنیټ پاڼو کښې د مسلمانانو پرضد د ځینو څرګندونو د خپرولو په دلیل نیولی دی.
د اسلام ګران پیغمبر حضرت محمد(ص)په سپکاوي کولو کښې په هندوستان کښې د واکمن بي جی پي ګوند د دغه مشر څرګندونې د هندوستان په داخل او خارج کښې رسمي او ولسي اعتراضونو سبب شوي دي.
د هندوستان د پولیسو یو لوړرتبه مقام وايي د هند دغه سیاستوال د مسلمانانو پرضد د لمسوونکو څرګندونو په دلیل نیول شوی دی او په کانپور سیمه کښې د تاوتریخوالو له رامینځته کیدا وروسته کابو پنځوس کسان نیول شوي دي.
تیره اوونۍ د اسلام د ګران پیغمبر په سپکاوي کولو کښې د واکمن بي جی پي ګوند د دوو نورو مقاماتو څرګندونې هم د اسلامي هیوادونو او د هغوې د خلکو له سختې غصې او غندنې سره مخامخ شوي دي.
د ایران اسلامي جمهوریت ، قطر او کویت هم په دې هکله د هندوستان سفیران خارجه وزارتونو ته ورغوښتي وو او سخت اعتراض یې ورته اعلان کړی.
https://iqna.ir/fa/news/4062821