
او په هندوستان کښې اسلامي سپیڅلتیاو ته د واکمن بهاراتیا جاناتا واکمن ګوند د ځینو چارواکو له سپکاوي د ډکوو څرګندونو غندنه دوام لري.
ایکنا خبري اژانس د الجزیرې ټیلي ويژن چینل په قول راپور ورکړ پرون ورځ لمونځ ګزارو د الاقصی د مبارک جومات په اڼګڼونو کښې د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم په ملاتړ کښې اعتکاف وکړ.
په دغو مراسمو کښې اعتراض کونکو د شعارونو په ورکولو سره د هندوستان د چارواکو لخوا د ځواب د ورکولو غوښتنه وکړه.
د هندوستان د پلازمینې نوي ډیلي ، د بمبۍ ، د کانپور ، فیروز اباد او د احمد اباد په شمول د هندوستان په څو ښارونو کښې هم پرون په زرګونو مسلمانانو مظاهرې وکړې.
د بنګلادیش په پلازمینې ډاکې کښې هم پرون ورځ له سپکاوي د ډکو څرګندونو د غندلو لپاره پراخې مظاهرې وشوې.
اعتراض کوونکو د شعارونو په ورکولو سره د هندوستان د چارواکو لخوا د ځواب د ویلو غوښتنه وکړه او دغه راز دوې دغه راز د هندوستان د مسلمانانو پرضد د دغه هیواد د حکومت لخوا د ځپونکو سیاستونو د غندلو لپاره په لاسونو کښې بینرونه هم لیږدول.
د پاکستان د لاهور، د پیښور ، د کراچۍ د راولپنډۍ په شمول د دغه هیواد په څو ښارونو کښې هم د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د سپکاوي د غندلو لپاره مظاهرې وشوې.
د پاکستان مظاهره چیانو هم د پیغمبر اکرم حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د سپکاوي د غندلو لپاره په لاسونو کښې بینرونه لیږدول.
د انډونیزیا په لسګونو خلکو هم په جاکارتا کښې د هندوستان د سفارت مخ ته د پیغمبر اکرم حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د سپکاوي کولو په خاطر د هندوستان د واکمن بهاراتیا جاناتا ګوند د سیاستوالو له سپکاوي د ډکو څرګندولو د غندلو لپاره مظاهرې وکړې.
د انډونیزیا اعتراض کوونکو د هندوستان په حکومت غږ وکړ چې له سپکاوي د ډکو څرګندونو په خاطر له مسلمانانو بښنه وغواړي .