IQNA

فین تک اسلامي شرکت له مسلمان لوبغاړي سره ملګرتیا کوي

16:27 - June 12, 2022
د خبر لمبر: 3485879
تهران(ایکنا)- د منچسټر یونایټيډ د فوټبال ټيم فرانسوی مسلمان لوبغاړی پل پوګبا

 په فین تک اسلامي زمینه کښې د یوه فعال شرکت د استازي په توګه غوره شو.
ایکنا خبري اژانس د بیزنس ټوډې په قول راپور ورکړ د واحد(WAHED)
په نوم د پانګونې شرکت چې د فین تک اسلامي حوزې کښې فعالیت کوي د فوټبال له لوبغاړي پل پوګیا سره یو تړون لاسلیک کړی دی.
د فرانسې دغه شرکت چې په مالیزیا هیواد کښې هم یو دفتر لري پل پوګبا د دغه شرکت د برانډ د سفیر او د پانګوال په توګه معرفي کړی دی.
پل پوګبا چې خپل فټبال یې له شپږ کلنۍ څخه پیل کړی دی د انګلستان په منچسټر یونایټیډ فټبال کلب او د فرانسې په ملي ټیم کښې د شتون په دلیل په ښه ډول پیژندل شوی دی.
پل پوګبا او د واحد(WAHED) شرکت مدیرجنید واحدنا له کتنې وروسته له اسلامي نړۍ سره د پوګبا د مشارکت د پیاوړتیا ، د سپمه وړ لاسرسي او د اخلاقي پانګونې د رامینځه کولو لپاره د واحد شرکت ګډ ټکي وبلل.
واحد(WAHED) شرکت حاضر دمه خلکو ته دغه امکان ورکوي چې خپلې پیسې په چټک او اسان ډول او په بچت کولو سره او په اخلاقي زمینې سره پانګونه وکړي.
واحد شرکت د خپل فعالیت له پیلولو راهسې په ټوله دنیا کښې له څه د پاسه درې لکه کسانو سره په پرله پسې ډول ملګرتیا کړي ده.https://iqna.ir/fa/news/4063488

captcha