IQNA

د امریکا په شیکاګو کښې د قران لومړنی میوزیم پرانیستل شو

14:21 - June 14, 2022
د خبر لمبر: 3485884
(تهران)-د قران کریم لومړنی میوزیم چې تاریخي نه پیداکیدونکي او نفیسې خطي نسخې

 پکښې شاملې دي د امریکا په ایلینوی ایالت کښې په شیکاګو ښار کښې پرانیستل شو.

ایکنا خبري اژانس د اینډیا ټایمز ورځپاڼې په قول راپور ورکړ د امریکا په ایلینوی ایالت کښې دیره د ناګامیا د اسلامي علومو او د طب نړیوالې  موسسې (NIIMS) د شیکاګو ښار په ۳۹ کلومیټرۍ کښې په رولینګ میډوز ښار کښې  د دغه موسسې په کتابتون او میوزیم کښې د قران د خطي نسخو او د کمیابو قرانونو د نه پیدا کیدونکي قراني ټولګې او مرکز د پرانیستلو خبر ورکړ.

د دغه میوزیم د پرانیستلو مراسم د یوشمیر میلمنو په ګډون سره ترسره شول.

په دغه میوزیم کښې د ځینو موجودو اثارو لرغونوالی شپږسوه کلونو ته ورګرځي.

په هغه مطبوعاتي بیانیې کښې چې تیره ورځ د ایشین میډیا یو ایس ای(Asian Media USA) لخوا خپاره شوي ده وايي ځینې نسخې  پکښې په امریکا کښې تر ټولو تاریخي قراني نسخې دي.

د دغه مطبوعاتي بیانیې په دوام کښې ویل شوي: په دغه میوزیم کښې تقریبا سل قرانونه او خطي نسخې شته چې ټولې په لاسونو او ځینې یې په څرمنو ، د خرما د ونې په لرګیو او د بامبو یعني د بانس ونې په لرګیو باندې لیکل شوي دي او د ناګامیا د اسلامي علومو او د طب نړیواله موسسه(NIIMS) په امریکا کښې لومړنی کتابتون دی چې دغه خزانې ته لاسرسی لري.

دغه موسسې په خپلې مطبوعاتي بیانیې کښې دې ته په اشارې سره چې  ګرانبیه قراني خطي نسخې او قراني ټولګه همدا اوس په دغه میوزیم(NIIMS) کښې نندرې ته وړاندې شوي ده وویل مونږ ویاړو چې دغه اثار په دغه میوزیم(NIIMS) کښې نندرې ته وړاندې کړو او له خلکو غواړو چې د عامه ګټو د مرستو راټولولو ته بیل اینټرنیټ پانې(flipcause.com) ته په مراجعه  کولو سره د دغه عمل نوښت مالي ملاتړ وکړي.

https://iqna.ir/fa/news/4064192

captcha