IQNA

د بښنې نړیوالې موسسې د هند د مسلمانانو ځپل وغندل

15:49 - June 15, 2022
د خبر لمبر: 3485888
تهران(ایکنا)- د بښنې نړیوالې موسسې د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره د هندوستان د امنیتي ځواکونو لخوا

. د مسلمانانو بې رحمانه وژله وغندله.
ایکنا خبري اژانس د الجزیرې ټیلي ویژن په قول وویل د بښنې نړیوالې موسسې پرون وویل : د هندوستان چارواکي باید سمدستي په خپل هیواد کښې له پراخو اعتراضونو سره په مقابلې کولو کښې له زور څخه زیاته استفاده بنده کړي.
دغه موسسې د بهارتیا جاناتا ګوند د سیاستوالانو لخوا د اسلام ګرام پیغمبر حضرت محمد (ص) ته په سپکاوي د اعتراض کوونکو کسانو د سمدستي او له قید او شرط پرته د خوشي کولو غوښتنه وکړه کوم چې یوازې د بیان د ازادۍ له حق څخه د استفادې کولو او د سوله ییزو مظاهرو د ترسره کولو په دلیل نیول شوي دي.
د بښنې نړیوالې موسسې په یوې بیانیې کښې وویل: د هندوستان حکومت هغه مسلمانان چې په سوله ییز ډول له توکمیز توپیر سره خپل مخالفت بیانوي په بې رحمانه ډول ځپي.
په دغه بیانیې کښې ټینګار شوی دی: د هندوستان د حکومت لخوا د اعتراض کوونکو پرضد له زور څخه زیاته استفاده اوله تاوتریخوالي سره یوځایې د خلکو نیول، د بشر دوستانه نړیوالو قوانینو او د معیارونو په وړاندې د نوي ډیلي د ژمنو ښکاره خلاف ورزۍ ده.
د بښنې نړیوالې موسسې په دغه خبر پاڼه کښې په وروستیو ورځو کښې له اعتراض کوونکو سره د پولیسو چلند چې د جارکهنډ صوبې په رانچي سیمه کښې د ډزو په بهیر کښې د دوو کسانو د وژل کیدا سبب شو د نه منلو وړ اقام وباله.
دغه بیانیې دغه راز د پولیسو د دغه چلند د غندلو پرځاې د دغه کړچار په هرکلي کولو کښې د هندوستان د واکمن بي جي پي ګوند د سیاستوالانو څرګندونې وغندلې او هغه یې د نړیوالو قوانینو خلاف ورزۍ وبلله.
https://iqna.ir/fa/news/4064328

captcha