IQNA

په ایران کې دیره دافغان کډوالو د آمایش کارډونو نیټه تمدید شوه

17:36 - June 18, 2022
د خبر لمبر: 3485895
ایکنا-(تهران) د ایران د کورنیو چارو وزارت په اعلامیې کې دغبرګولې له یودیرشمې څخه د وږي یا سنبلې  دمیاشتې تر یو دیرشمې نیټې پورې  د نوو شمیرنو یا آمایش د طرحې پيلیدا ته په اشارې سره  وئيل شوي دي،په ایران کې ددیره افغان ښاریزو د آمایش کارډونو نیټه  د سنبلې تر یودیرشمې نیټې پورې  تمدید شوې ده .

  ایکناخبری آژانس د تسنیم له قوله راپور راکړ،د ایران دکورنیو چارو وزارت په اعلامیې کې راغلی دي په ایران کې د دیره افغانانو د شمیرنې  یا د آمایش کارډونو د اعتبار نیټه د وږي یا سنبلې د میاشتې تر یو دیرشمې پورې تمدید شوې ده .

 په دغې اعلامیې کې دغبرګولې له یودیرشمې څخه د وږي یا سنبلې  دمیاشتې تر یو دیرشمې نیټې پورې  د نوو شمیرنو یا آمایش د طرحې پيلیدا ته په اشارې سره  وئيل شوي دي چې په ایران کې ددیره افغان ښاریزو د آمایش کارډونو نیټه  د سنبلې تر یودیرشمې نیټې پورې  تمدید شوې ده .

 ددغه راپور په اساس د آمایش کارډونو د اعتبار د نیټې له تمدیدولو څخه موخه ،د بیمې ، زده کړې ، بانکي خدماتو  او دغه شان  په نورو چارو او زمینو کې په ایران کې ددیره بهرنیو پناه غواړو ته په خدماتو کې د ځنډ د رامینځةکیدا مخه نیولل اعلان شوي دي .

له دې مخکې  هم د  ایران د خراسان جنوبی لوي څارنوال علی موحدي  وئيلي وو ، چې  افغان ښاریز باید د چنګاښ یا سرطان  دمیاشتې تر لومړیو پورې د  آمایش په طرحې کې نامې ثبت کړي .

 هغه همداراز خبرداری ورکړی ؤ چې  دغه کسان  که  خپلې نامې ثبت کړي ، نو په  هیواد کې به د مجاز ښاریز په توګه د پاتیکیدا حق ولري  او که داسې نه وي ،نو غیر قانوني ښاریز به وپيژندل شي .

https://www.tasnimnews.com/fa/news/1401/03/28/2730381/اعت

د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر:
* :