IQNA

ایران له نړۍ سره په ښو او انډولیزو خبرواترو پسې دی

16:24 - June 25, 2022
د خبر لمبر: 3485921
ایکنا- (تهران ) دایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان په ډاګه کړه،هیله مند یوو ،له هر یو ه اروپائي هیواد سره په دوو اړخیزو اړیکو پسې او د خبرواترو په دوام کې او دغه راز له جوزف بورل سره مو ځيني موافقې کړي ،د مناسباتو د پراختیا او پرمختګ شاهد ووسو .

ایکناخبری آژانس د فارس له قوله راپور راکړ،د  ایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان  په تهران کې د اروپائي اتحادئې د بهرني سیاست له مشر جوزف بورل سره له درې نیم ساعته خبرواترو وروسته په ګډ خبری کنفرانس کې ووئيل ،له جوزف بورل سره ئې مثبتې او جامعې خبرې کړي،اروپا د مونږ لپاره له مهمه ځائيګي برخمنه ده .

حسین امیر عبداللهیان زیاته کړې ،هیله مند یوو ،له هر یوه اروپائي هیواد سره په دوو اړخیزو اړیکو پسې او د خبرواترو په دوام کې او دغه راز له جوزف بورل سره مو ځيني موافقې  کړي ،د مناسباتو د پراختیا او پرمختګ شاهد ووسو .

 د ایران خارجه وزیر ووئیل ، دبندیزونو دلغوه کولو لپاره مو د ایران او نورو لورو دخبرواترو د دوام په بحث خبرې وکړې  له جوزف بورل سره مو په مخکینیو خبرو کې وئيلي وو،چې ایران تل د عزتمنې ډيپلوماسۍ  له لارې  یوې نتیجې ته د رسیدا هرکلی کوي  او تاسو ته بلنه درکوم تهران ته راشئ. نو له جوزف بورل سره مو د ایران د غوښتنو په باب مفصلې دقیقې او ژورې خبرې وکړې او ټينګار مو وکړ،تیار یوو،په راتلونکو شپو ورځو کې  خبرې اترې بیرته پیل کړو،هغه څه چې د ایران لپاره مهم دي ،له هغې موافقې څخه د ایران اقتصادي دي چې  په ۲۰۱۵کې شوي ده او هر هغه موضوع چې دمونږ اقتصادي ګټې تر اغیزولاندې راولي ،دایران د اوسني حکومت له نظره به د منلووړ نه وي.هڅه کوو ،د هغو خبرواترو په لاره کې  چې بیرته به  پيل شي ، پر مشکلاتو او اختلافي ټکو برلاسه شو .

د ایران خارجه وزیر ووئیل،په افغانستان کې پر ټولشموله حکومت مو ټينګار کړی  او دغه راز د یمن والو ترمنیځ د خبرواترو په پیلیدا او دانساني کلابندۍ پر بشپړ لغوه کیدا مو هم ټينګار کړی دی .

د اروپائي  اتحادئې د بهرني سیاست مشر جوزف بورل هم پخپلو څرګندونو کې  ایران ته پخپل سفر د خوښۍ په څرګندولو سره ووئيل زما دسفر یوه اصلي موخه  دا ده چې په ایټمی خبرواترو کې رامینځةشوی بندون ختم کړم ،دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې  په باب تاؤتریخوالي کم کړم  د ما لپاره دغې خبرې اصلی  اهمیّت درلود چې یو نوی فرصت او نوي انګیزه  رامینځةکړو  چې د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې دلورو خبرې اترې بیا په پټلۍ روانې شي . نو ټاکل شوې چې  په راتلونکو ورځو کې  دجامعې نړیوالې ایتمي موافقې په باب  خبرې اترې بیرته پیل شي  او دغږملونکي په توګه به پکې غوره رول ولوبوم .ځکه د غه موافقه ددرستې نړۍ لپاره  مهمه ده .

https://www.farsnews.ir/news/14010404000167/ا

captcha