ایکنا-(تهران) د عراق د امامیّن کاظمیّن علیهم السلام دمقدس آستان مسئولانو ووئيل ، دحضرت امام محمد تقي علیه السلام د شهادت دکلیزې په مناسبت په دستورو کې په دغه حرم کې څلور میلیون زیارتوال غونډل شوي دي .

ایکناخبری آژانس راپور ورکړ ، د عراق د کاظمین دامامین د سپيڅلی حرم د آستان مسئولانو نن په دا وروستیو کې په یوې اعلامیې کې ووئيل ، چې د حضرت امام جواد علیه السلام د شهادت دکلیزې په دستورو کې په کاظمین کې ددغه بزرګوار امام په حرم کې د زیارت او تسیّت وئيلو لپاره کابو څلور میلیون زیارتوال غونډ شوي دي .
د کاظمین د مقدس آستان دارلانشاء په دې اعلامی کې وئيلی دي ، درست ځواکونه او د حرم افتخاري خادمان او رضاکار ځواک ،د علیمه حوزو ، دیني اورګانونو ، امنیتي ، خدماتي ، روغتیائي او مدني اداروپه څير له موسیسو او اورګانونو سره یو ځاي غونډ شوي او په بریالیتوب او امن او ثبات سره ئې د حضرت امام جواد علیه السلام د شهادت دکلیزې په مناسبت په درستو دستورو کې د میلیونونو زیارتوالو خدمتونه کړي او دغه درست پروګرام ئې په ښه توګه مدیریّت کړی دی .