د جاپان د ټوکیو پوهنتون پروفیسر ډاکټر یاسویوکي ماتسوناګا ایکناخبری آژانس سره په خصوصي مرکې کې مینځني ختیځ ته د امریکا د ولسمشر جوزف بايډن د سفیر دلیلونو ته په اشارې سره ووئیل،په لویدیځي آسیا سیمې کې دیوۀنیمه پوځي اتحاد مشاهده ، په مسلمه توګه دامریکا د اوږدمهاله ګټو په لړ کې دی .هر پوځي اتحاد یوه فرضي دښمن ته اړتیا لري. دغه نوي پنځیدلي سټراټژيکې او پوخي ملګرتیاوې ،د ایران داقتدار او قدرت له امله دګواښونو په وړاندې ددفاع د هدف یوه برخه وګنل شي .
ټاکل شوې ده،د امریکا ولسمشر جوبایډن نن یعني دجولائي په دیارسمه نیټه لویدیځي آسیا سیمې ته خپل سفر پيل کړي او لومړنی ګام به ئې په نیواکي ټاټوبو کې او ورپسې به سعودي عربستان ته سفر وکړي .
زمونږخبریال د ایکناخبری آژانس له قوله راپور راکړ،د ټوکیو دپوهنتون استاد ډاکټر یاسویوکي ماتسوناګا له دوي سره په خصوصي خبرو کې ووئيل،دی په دې اند دی چې لویدیځي آسیا سیمې ته د جوبایډن د سفر پیغام په مینځني ختیځ کې د ډونالډټرمپ د حکومت د سیاستونو دوام او دابراهمَ موافقې په نامې سره د موافقې په چوکاټ کې له اسرائيلو سره د سیمې د عربو هیوادونو د اړیکو د عادي کولو د بهیر پر مخت بیولل دي .
ډیری کارپوهان په دې اند دي،چې د تیلو د بازارپر موضوع او دعربستان په څير دهیوادونو له خوا د تیلو د تولید زیاتولو ته پر ضرورت سربیره، له تل ابیب سره دریاض د اړیکو د عادي کولو او د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې په څير موضوعګانې به لویدیځي آسیا سیمې ته د امریکا د ولسمشر جوزف بایډن په ایجنډا کې شاملې وي .