IQNA

په هند کې د مسلمانو میرمنو په ضد په کارکسب کې توپیر په اوڅاره زیات شوی دی

15:53 - July 16, 2022
د خبر لمبر: 3485989
ایکنا-(تهران)یوه نوي څیړنه ښئ چې په هندوستان کې مسلمانې میرمنې دکارکسب په بازار کې له ستر توپیر سره مخ دي.دغه مطالعه ښئ چې ددغه هیواد په ادارو او اورګانونو کې د مسلمانو کارکونکو اندازه، د دوي د نفوسو په نسبت تر ډيره حده کمه ده .

ایکناخبري آژانس د سلام ګیټ وې له قوله راپور راکړ،هندوستان په تیرو دوو لسیزو کې په اوڅاره توګه په کاری ځواک کې دمیرمنو د ګډون د اوڅاره شاهد دی.په عین حال کې مسلمانې میرمنې، چې د ترپام وړپورې د کار په چاپيریال کې ډير کم شتون لری،په لازیاتې تنګڅې کې راغلی دي، ځکه دخپل دین په خاطر له ډيرزیات توپیر سره مخ شوي دي.داپه داسې حال کې دي،چې دکار په بازارکې توپيریوه غیرقانونی چاره شمیرل کیږ ي.

یوه هغه مطالعه چې په هندوستان کې دیره د Led By  فاؤنډيشن په وسیله او د مولانا آزاد ملی پوهنتون د سیاست او عمل دپراختیا دمرکز په ملګرتیا سره ترسره شوي،د  کارکسب په عمومی بازار کې د مسلمانو میرمنو په ضد ډير زیات واټن او توپیر نندارې ته وړاندې کړ .

په ساده کارونو کې دمسلمانو میرمنو لا کم ګمارل،دخپل نفوسو د شمیر په نسبت دکارکسب په احصایو کې د مسلمانانو د وروسته پاتیکیدا یوه مهمه نښه ده، په دې توګه چې په ملی سطح  په کور کې دکارکسب کونکو مسلمانو میرمنو شمیر یو پنځوس فی صده او دنورو ټولنو لپاره اویا فی صده دی .

د  Led By فاؤندیښن  چې په ۲۰۱۹کال کې د روحا شاداب په وسیله تاسیس شوی،د مسلمانو میرمنو لپاره د کارکسب درامینځةکولو په زمینې کې  یو فعال اورګان دی او موخه ئې دکار په بازار کې د هیواد د ترټولو محروم او وروسته پاتې میرمنو د نمایندګۍ زیاتول دي .

مسلمانې میرمنې ،دنمایندګۍ د نه درلودلو او په تاریخي ډول د څنډې ته کولو په دلیل ، ډيرې کمې میرمنې د غوره کارګرانو په توګه  لیدل کیږي.د مسلمانو میرمنو په ضد ددګمارلو د پام وړ توپير په اوڅاره توګه لیدل کیوږي، حتی په هغو موردونو کې چې دوي ئې تریوه حده د کولو وړتیاوې هم لري او د ۲۰۱۱کال داحصایو په اساس،مسلمانې میرمنې په کار کې دګډون تر ټولو کمه اندازه لري .

 https://iqna.ir/fa/news/4071086

captcha