IQNA

د مباهله نیکمرغه پيښه په قرآن کریم کې په آیتونو کې روښانه شوې ده

16:29 - July 22, 2022
د خبر لمبر: 3486012
ایکنا-(تهران)دتهران د جمعې لمانځه خطیب حجةالاسلام حسن ابوترابي د قرآن کریم  د آل عمران   دمبارکې سورې  دسپاړسم آیت په اساس د مباهله واقعه یوه مهمه او ځانګړي پيښه وبلله.

ایکناخبری اژانس  راپورراکړ، حجةالاسلام محمد حسن ابوترابی دتهران د جمعې لمانځه  په خلومړنۍ خطبې کې د آل عمران سورې شپاړسم آیت («فَمَنْ حَاجَّكَ فِيهِ مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَكَ مِنَ الْعِلْمِ فَقُلْ تَعَالَوْا نَدْعُ أَبْنَاءَنَا وَأَبْنَاءَكُمْ وَنِسَاءَنَا وَنِسَاءَكُمْ وَأَنْفُسَنَا وَأَنْفُسَكُمْ ثُمَّ نَبْتَهِلْ فَنَجْعَلْ لَعْنَتَ اللَّهِ عَلَى الْكَاذِبِينَ»،)ته په اشارې سره  ووئيل ،په دې په عنایت سره چې  دغه ورځې د ولایت او امامت په حقه ورځې دي  او د مباهلې د مهمې او ټاکونکي پيښې په درشل کې  یوو، چې  د سوچه محمدي اسلام  او اهل بیت علیهم السلام  اهمیّت ،پاکوالی ،عظمت او ځانګړنې ئې پر ټولو ښکاره کړي دي .

د تهران د جمعې لمانځه خطیب دغه راز ووئيل،امریکایان له دې مخکې چې د افغانستان په شان پيښې سره مخامخ شي،باید له لویدیځي آسیاسیمې ووځي .

  حجةالاسلام  سید محمد حسن بوترابي پخپلو خطبو کې  د لویدیځي آسیاسیمې وروستیو بدلونونو ته په اشارې  او ددې خبرې په کولو سره چې  په سیمې کې د امریکا  اغیزشیندونکی سیاسی اوپوځي شتون صفر ته رسیدلی دی ووئیل، امریکایان  له دې مخکې چې  دافغانستان د پیښې په شان له  بې شرمۍ سره مخ شي ، باید له سیمې دې پښې سپکې کړي .

 د تهران د جمعې لمانځه موقته امام همداراز په دې خبرې په ټینګار سره چې  اوس  نړۍ  له  جدي بدلونونو سره مخ ده ووئيل،دریمه زریزه په چورلټ ډول دآسیا زریزه ده  او د ایران اسلامی جمهوریت،دسیمې په بدلونونو کې یو ټاکونکی اوبنیادي رول لري.

 ابوترابی د آستانې د بهیر سرمشریزې ته په اشارې سره چې په وروستیو شپو ورځو کې  د ایران داسلامی جمهوریت په کوربتوب سره په تهران کې ترسره شوي ،زیاته کړه ، په وروستیو شپو ورځو کې  ایران دسیمې په یوه سیاسی کریډور بدل شوی دی،په ایران ې د آستانې دبهیر درې اړخیزه غونډه، په ایران کې د تریې او روسیې د ولسمشرانو په شتون سره ددوواړخیزو ناستو ترسره کیدا او د سیمې او اسلامی نړۍ د سیاسی شرائطو په بیانولو کې د اسلامی انقلاب دمعظم لارښود الهام بخښونکي بیانات،داسلامی امت ،دسیمې او نړۍ  دملتونو لپاره په دنیا کې د نوو قدرتونو دراپورته کیدا پیغام لرونکي دي .

https://iqna.ir/fa/news/4072479/مهم%

captcha