ایکنا-(تهران) د ترکیې یوه ځوان قاری له خوا د مصر د یوه قاري ډاکټر استاد احمد احمد نعینع څخه په تقلید کې په سوشل میډیا کې یو فلم خپور شوی دی .

ایکناخبری آژانس راپور راکړ،په دغې ویډیوئي فلم کې دترکیې یو ځوان اوپه زړه پورې غږلرونکي قاری محمد یحیی ییلدیزخان د استاد احمد احمد نعینع په تقلید او دهغه په شتون کې د مریّم سورې له ۵۱ آیت څخه تر ۵۳پورې د آیتونو تلاؤت («وَاذْكُرْ فِي الْكِتَابِ مُوسَى إِنَّهُ كَانَ مُخْلَصًا وَكَانَ رَسُولًا نَبِيًّا، وَنَادَيْنَاهُ مِنْ جَانِبِ الطُّورِ الْأَيْمَنِ وَقَرَّبْنَاهُ نَجِيًّا، وَوَهَبْنَا لَهُ مِنْ رَحْمَتِنَا أَخَاهُ هَارُونَ نَبِيًّا») کړی،چې استاد نعینع هم په ورین تندي سره ددغه په زړه پورې تلاؤت هرکلی کوي .
ددغه په زړه پورې تلاؤت یو ویډیوئي کلیپ هم ستاسو خدمت ته وړاندې کوو.