IQNA

د عتبات عالیات په نړیوالو قراني سیالیو کې د ګډون کونکو لومړني امتحان وشو

17:40 - July 25, 2022
د خبر لمبر: 3486025
ایکنا-(تهران)په کربلا کې د حضرت امام حسین علیه السلام په سپيڅلی حرم کې دعاتبات عالیاتو د استازو دقرآن کریم په نړیوالې سیالۍ کې  دګډون کونکو مقدماتي امتحان پرون پیل شو .

ایکناخبری آژانس د حسینی مقدس آستان  د خبری  سایټ له قوله راپور راکړ،د حسینی مقدس آستان دارالقرآن برخې د حضرت امام حسین علیه السلام په حرم کې د قرآن د حفظ  اوتلاؤت په څانګې کې د مقدس عتباتو د قرآن لومړنۍ نړیواله سیالي پیل کړه . د  قرآني چارو د برخې داطلاع رسونې  دمرکز مسئول صفاءالسیلاوي  ووئيل ،د عتبات عالیاتو د قرآن نړیوالې سیالۍ فعالیتونه له پرون راهسې د  اوو هیوادونو داستازو او د پوهنتوني او حوزوي  شخصیّتونو او د حسینی مقدس آستان دمختلفو حوزو دمدیرانو  او دغه راز د قرآن  دوسته یوشمیر خلو په شتون سره پرون پیل شوې .

د حضرت امام حسین علیه السلام د مقدس آستان دارالقران برخې نن هم ددغه مقدماتي امتحان سریزې برابرې کړې او د قرآن دحفظ اولوستنې په څانګې کې ئې د حفظ په برخې کې لومړنۍ  امتحان ترسره کړ .

د حسیني مقدس آستان د دارالقران مشر خیرالدین الهادي  په دغو دستورو کې پخپلې وینا کې  ددغو سیالیو دترسره کیدا په  اهمیّت باندې په ټينګار سره ووئيل، دا لومړنی ځل دی چې مقدس آستانونه  د سید الشهداء په حرم کې د قرآن کریم په خدمت کې  غونډ شوي دي  او په دغو سیالیو کې  دعراق ،مصر ،سورئې ،لبنان ، ایران او افغانستان  استازي شتون لري  او دمقدس آستانونو له خوا هم یو یو حافظ او قاري پکې ګډون کوي .

https://iqna.ir/fa/news/4073021/آغاز-آ

د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر:
captcha