ایکناخبری آژانس د حسینی مقدس آستان د خبری سایټ له قوله راپور راکړ،د حسینی مقدس آستان دارالقرآن برخې د حضرت امام حسین علیه السلام په حرم کې د قرآن د حفظ اوتلاؤت په څانګې کې د مقدس عتباتو د قرآن لومړنۍ نړیواله سیالي پیل کړه . د قرآني چارو د برخې داطلاع رسونې دمرکز مسئول صفاءالسیلاوي ووئيل ،د عتبات عالیاتو د قرآن نړیوالې سیالۍ فعالیتونه له پرون راهسې د اوو هیوادونو داستازو او د پوهنتوني او حوزوي شخصیّتونو او د حسینی مقدس آستان دمختلفو حوزو دمدیرانو او دغه راز د قرآن دوسته یوشمیر خلو په شتون سره پرون پیل شوې . د حضرت امام حسین علیه السلام د مقدس آستان دارالقران برخې نن هم ددغه مقدماتي امتحان سریزې برابرې کړې او د قرآن دحفظ اولوستنې په څانګې کې ئې د حفظ په برخې کې لومړنۍ امتحان ترسره کړ . د حسیني مقدس آستان د دارالقران مشر خیرالدین الهادي په دغو دستورو کې پخپلې وینا کې ددغو سیالیو دترسره کیدا په اهمیّت باندې په ټينګار سره ووئيل، دا لومړنی ځل دی چې مقدس آستانونه د سید الشهداء په حرم کې د قرآن کریم په خدمت کې غونډ شوي دي او په دغو سیالیو کې دعراق ،مصر ،سورئې ،لبنان ، ایران او افغانستان استازي شتون لري او دمقدس آستانونو له خوا هم یو یو حافظ او قاري پکې ګډون کوي . https://iqna.ir/fa/news/4073021/آغاز-آ