IQNA

په نښتې پسې د ایران او افغانستان د استازو ترمینځ ګډه غونډه ترسره شوه

16:07 - August 01, 2022
د خبر لمبر: 3486054
ایکناخبری آژانس د تسنیم له قوله راپور راکړ،د افغانستان په چارو کې دایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي پخپل یوه ټولنیز پيغام :ې لیکلی دي ،پرون په هیرمند سیمې کې د طالبانو او ایرانیو سرحدي مامورانو ترمینځ له نښتې  وروسته ،د طالبانو د موقته حکومت ددفاع وزارت  او دایران د استازي په شتو سره یوه  غونډه جوړه شوې ده .

د حسن کاظمي قمي په وینا، دطالبانو د موقته حکومت دفاع وزارت له خپل سرحدي ځواک سره په تماس کې د نښتو ددرولو حکم ورکړی دی .

د ایران او افغانستان په سرحدي برخو کې طالب ځواکونو پرون ناوخته په دوست محمد ولسوالۍ کې په ختیځي برخې کې د کورونو په لور ډزې کړي چې  دغه اقدام د څو منټو لپاره د دواړو لورو ترمینځ دسختو ډزو لامل شوی ؤ .

د ځاي سرچینو د راپور په اساس ،د غه نښته  په هغې سیمې کې  چې دافغانستان خاوره نه ده ، د بیرغ دلګولو لپاره د ځينو طالب مامورانو له هڅې وروسته رامینځةشوې وه .  

https://www.tasnimnews.com/fa/news/1401/05/10/2751450/برگزاری

captcha