ایکناخبري آژانس د مونټ کارلو الدولیه له قوله راپور راکړ،دآستریلیا په مشرانو جرګې کې افغان توکمه استازې میرمن فاطمه پیمان په دغه پارلیمان کې پخپلې وینا کې ووئیل،ددغه هیواد په پارلیمان کې دیوې سترمنې میرمنې په توګه د هغې ټاکل کیدایوه غافلونکي پيښه وه چې دغه پارلیمان ئې د آسټریلیا هیواد یو لاواقعي نماینده پارلیمان کړی دی .
میرمن پیمان ووئيل،آیا لس کاله همدغه پارلیمان قبلوله چې یوه سترمنه ښځه وټاکي؟، هغو کسانو ته چې ګروهمن دي ماته مشوره راکړي چې باید څه واغوستي ، وایم چې حجاب اوسکارف زما ټاکنه ده .
هغې دغه راز پخپلې وینا کې ووئيل له هغو ځوانو انجونو چې دحجاب اچولو فیصله کوي ،غوړم چې دغه کار په ویاړ سره ترسره کړي، په دې باندې په پوهیدا سره چې دوي د خپل پوښښ او سترد ډول په باب حق لري وې ټاکي .
د آسټریلیا د مشرانو جرګې دغې ۲۷کلنې استازې دخپلو څرګندونو په دوام کې ځان دهغې مخ په ترقۍ کورنۍ یوه پیغله ګڼلی ، چې له هیواده په بهر کې زیږیدلې ده، ووئيل،زه د هغې ماډرن آسټریلیا د پارلیمان استازې یم چې غواړي ،حجاب او ستر عادي چاره وګڼي.
میرمن فاطمه پیمان د افغانستان یوه پناه وړونکې ده چې په پنځه کلنۍ کې له خپل مور پلار او درو خوئيندو وروڼو سره یوځاي آسټریلیا ته تللې او دپرت ښار په شمالي برخې کې دیره شوې ده.