ایکناخبري آژانس راپور راکړ،د تهران د جمعې لمانځه خطیب حجةالاسلام کاظم صدیقی نن دتهران د جمعې لمانځه په خطبو کې د ایران په دضدد امریکا د ظالمانه بندیزونو دختمونکو خبرواترو بهیر ته په اشارې سره ووئيل؛د ایران اسلامی جمهوریت هماغه راز پخپلو ژمنو عمل کوي او دا مقابل لوري دی چې بدعهدۍ ئې کړي او دجامعې نړیوالې ایټمی موافقې ژمنو ته پابنده نه شول.
دتهران دجمعې لمانځه خطیب په غزې تړانګې د وحشي صهیونیسټي رژيم وروستیو څاروي ډوله حملو او د فلسطین د ولس په ضد ددغه نیواکګر رژيم جنایتونو ته اشاره وکړه او وې وئيل ،یو وخت ؤ چې اسرائیل دعربانو په وړاندې په شپږ ورځني جنګ کې وتوانید، بریالی شي،خو د لبنان د حزب ا...په میړنتوب او شجاعت سره په ۳۳ورځني جنګ کې، د مقاومت په توانمنو مَټو سره د صهیونیسټي رژيم نه ماتیدونکي افسانه او کیسه باطله شوه . حجةالاسلام صدیقي روښانه کړه، په وروستي جنګ کې هم سره له دې چې دمقاومت درست ځواکونه په میدان کې موجود نه وو،په غزې تړانګې کې اسلامی جهاد غورځنګپه سلګونو توغندیو اوراکټونو په توغولو سره صهیونیسټي تالی څټي مجبوره کړل چې خپلو ځالو ته پناه یوسي او ساز باز او اور بند ته مجبوره شول.
د تهران دجمعې لمانځه خطیب دخیام په نامې سره دایرانئ سپوږمکۍ د توغولو په باب هم ووئيل؛فضا ته ددغې سپوږمکئ لیږد، د ایران دهغو نوو علمي بریاؤ برخه ده چې په هوښیارۍ،امیدوارۍ، توکل، اتحاد، ولایتمدارۍ اودهیواد د موخو د پرمخ بیولوپه لارکې په باؤر سره ترلاسه شوي دي .