IQNA

د لبنان جعفری مفتی وائي؛

له سلمان رشدي سره دلویدیځ لوبې،دهغه لپاره هیڅ افسوس نه کوو

17:48 - August 16, 2022
د خبر لمبر: 3486113
ایکنا-(تهران) د لبنان جعفری مفتي په یوې اعلامیې کې د سلمان رشدي په باب پخپل دریځ  کې ټينګار کړی ،لویدیځ  سلمان رشدي سره بیا نوي لوبه وکړه او اوس دهغه لپاره د مګر مچ اوښکې تویوي، مونږ به دهغه لپاره هیڅ افسوس ونه کړو.

ایکناخبری آژانس د النشره له قوله راپور راکړ، د لبنان جعفری مفتي شیخ احمد قبلان په یولړ څرګندونو کې روښانه کړې ده ،سلمان رشدي دلویدیځ د کلتوري عملیاتو دکوټې یوه برخه دی  چې  په خطرناکو دروغو سره ئې  داسلامی میراث په باب خبرې  کوي،څودمونږ میراث دیوه جنایتکار میراث په توګه معرفي کړي.

هغه وئيلي دي ،هغه یعني رشدي د مسلمانانو  او د دوي د میراث په اړه یو نفرت خوړونکی کلتور رامینځةکړی او د پیغمبر اکرم او د اسلام په ضد ئې د شیطاني آیتونو  اوشیطاني لیدتوګو کتاب  لیکلی او دلودیځ غچ اخستونکی نفاق ئې دودکړی اود یوه فکري او کلتوري ژغورونکي په توګه د لویدیځ په معرفي کولو پسې دی .

جعفری مفتي  ټينګار کړی ، د  انسانیّت او کلتور دښمن سلمان رشدي  ،د بیان د آزادۍ ترټولو بده څيره ،یو لویدیځ وال مار  او د شرارت اوتورتمو پيښ، په باب د لویدیځي معارونو په اساس په بشبړ ډول یوه بلا او هیولا ده . لودییځ  ورسره لوبې وکړې او  اوس  د هغه لپاره د مګر مچ اوښکې تویوي .مونږ به د  هغه لپاره هیڅ افسوس ونه کړو.ځکه چې په هغه کتاب سره  چې ئې لیکلی ، دمسلمانانو  او ددوي د دین په ضد ئې دنفرت او جنایتونو یو لوي سیلاب اوطوپان رامینځةکړی دی.

https://iqna.ir/fa/news/4078362/

captcha