IQNA

د مصر یو قاری چې د عبدالباسط یاد ژوندی کوي(فلم)

16:40 - August 25, 2022
د خبر لمبر: 3486139
ایکنا-(تهران) شیخ محمدی بحیری عبدالفتاح د عبدالباسط محمد عبدالصمد  مصر یو نامتو قاری  هم پړاوه دی چې دهغه دتلاؤتونو آوریدل د استاد عبدالباسط او په دغه هیواد کې د تلاؤت د طلائي دوران دنورو لویو قاریانو یاد ژوندی کوي.

ایکناخبری آژانس د صدای البلد له قوله راپورراکړ،شیخ محمدي بحیري عبدالفتاح د مصر له المحور سپوږمکیز چینل سره له نوی منټه پروګرام  سره په ټيلیفوني خبرو کې ووئیل هڅه کوي ،دتلاؤت په وخت،د قرآئت او تجوید احکام په ښه ډول رعایت کړي،ځکه چې زما په اند دقرآن کریم دسم تلاؤت اصلی معیار د تجوید د احکامو رعایتول دي. 

 هغه دغه راز زیاته کړې ده،تلاؤت ئې له پنځلس کلنۍ پیل کړی دی  او د شیخ عبدالباسط عبدالصمد،ابوالعینین شعیشع،محمدعلی لبناء، مصطفی اسماعیلی او منشاوي په پړاؤ کې مې ژوند کړی اوله دوي مو ډیری شیان زده کړي دي.شیخ محمدبحیری روښانه کړې ده،له هماغه ماشوموالي څخه مو قرآن کریم په مکتب خانې کې زده کړ او دتجوید اوترتیل احکام مو یاد کړل  او  مونږ داسې غوره قاریان لرو چې  ورباندې ویاړو اوهغه څه چې په قرائت کې مهم دی داي چې یو قاري له بل هرشي مخکې باید د تجوید اوتلاؤت احکامو رعایتونکی وي.

د شیخ محمد بحیري  عبدالفتاح په زړه پورې تلاؤت یو ویډیوئي کلیپ هم ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي .

https://iqna.ir/fa/news/4080234/قار

captcha