IQNA

ایران د پاکستان له سیلاب ځپلو سره مرستې ته تیار دی

17:54 - August 28, 2022
د خبر لمبر: 3486151
ایکنا-(تهران)د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي په دې خبرې سره چې اړونده ارګانونو ته ضروري حکم ورکړل شوی دی چې د پاکستان شریفو او ګرانو خلکو ته د اړتیا وړ مرستې په چټکې سره ورسول شي د پاکستان له ورور او ګاونډي هیواد له خلکو سره د هر ډول مرستې لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت د چمتووالي خبر ورکړ.

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په ټيلي فوني خبرو کښې په وروستیو سیلابونو کښې د دغه هیواد د یوشمیر خلکو د وژل کیدا په وجه د پاکستان له ملت او حکومت سره د خواخوږۍ د څرګندولو او د تسلیت د ویلو په ترڅ کښې د تهران او د اسلام اباد د دوستانه او ورورګلویزه اړیکو په دوام ټینګار وکړ.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي په دې خبرې سره چې اړونده ارګانونو ته ضروري حکم ورکړل شوی دی چې د پاکستان شریفو او ګرانو خلکو ته د اړتیا وړ مرستې په چټکې سره ورسول شي د پاکستان له ورور او ګاونډي هیواد له خلکو سره د هر ډول مرستې لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت د چمتووالي خبر ورکړ.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم په هیواد کښې په وروستیو سیلابونو کښې د خلکو د وژل کیدا ، ژوبلیدا او د رسیدلیو تاوانونو په هکله د یوه راپور په وړاندې کولو سره د پاکستان له خلکو سره د ایران د ملت او د حکومت د مرستې او د خواخوږۍ د څرګندولو قدرونه وکړه.

شهباز شریف وویل د ایران اسلامي جمهوریت تل د پاکستان دوست او ملاتړی ګاونډی او په سختو ورځو کښې له پاکستان سره ولاړ هیواد دی.

https://parstoday.com/ps/news/iran-i120242

captcha