ګرمسیریان د نړیوالو سیالیو د نهائي مرحلې په باب ووئيل،دغه برخه هم په غیر حضوری او آنلاین بڼه دنړیوالو داؤرانو یا قاضیانو په شتون سره د وږي یا سنبلې دمیاشتې له څوارلسمې تر شپاړسمې پورې په مودې کې د نرینه قاریانو او له اولسم تر اتلسمه پورې د ښځينه قاریانو په سیالۍ سره ترسره شي.
د مشکات قرآنی سیالیو اجرائي منشي ددغو سیالیو د جایزو په باب هم ووئیل، په دغه پړاؤ کې په نړیوالې برخې کې لومړني ګټونکي ته اتیا میلیون تومان ،دوهم ګټونکي ته اویا میلیون تومان دریم ګټونکي ته شپیته میلیون تومان جایزه ورکول کیږي دهیواد دبرخې په جایزو کې به هم دهیواد لومړي دوهم او دریم ګټونکي ته په ترتیب سره پنځلسو میلیون ، دولس میلیون او لس میلیون تومان جایزه ورکړل شي.