IQNA

مقتدی صدر له ولسه په بخښنې سره پر پلویانوغږکړی سملاسی دې شخړې ختمې کړي

17:15 - August 30, 2022
د خبر لمبر: 3486159
ایکنا-(تهران) دعراق دصدر بهیر رهبر مقتدی صدر په عراق کې د وروستیو تاؤتریخوالو په علت د خپل هیواد له ملته په بخښنې غوښتنې سره پر خپلو درستو پلویانو غږ کړی،فورا دې  بغداد له شنې سیمې ووي او خپل اعتراضونه دې ختم کړي.

ایکناخبري آژانس د الجزیره له قوله راپورراکړ،د عراق د صدر بهیر رهبر متقدی صدر نن په همداوروستیو کې په خبری کنفرانس کې ووئیل، دعراق پیښې ډيرې غمجنونکي دی زما وطن اول په فساد کې ګیر ؤ او اوس په فساد او تاؤتریخوالي کې په یو ځاي ګیر شوی دی.دعراق له هغو خلکو چې ددغو پيښو له امله تاواني شوي دي،بخښنه غواړم .

مقتدی صدر په دوام کې ووئيل،هماغه شان چې په تشرین انقلاب مو نیوکې کړي د صدر بهیر پر اعتراضونوهم نیوکې کوم،دعراقیانودوینې بهول حرام دي هغه که قبایل وي او که د صدر بهیر کسان .

هغه دغه راز  روښانه کړې ده ،امنیتی ځواک او الحشد الشعبی ځواک  خپل بې پلویتوب وساته چې ورڅخه مننه کوم . 

دعراق دغه سیاسی شخصیّت  په دوام کې ووئيل، که  اعتراضونه  تر یوې ګنټې پورې ونه دریږي،نو له صدر بهیره به برائت وکړم. زه له خپلو د رستو پلویانو غواړم  په بشپړ ډول دې اعتراضونه ختم کړي او  که داسې نه وي ،نو بیا به بل دریځ غوره کړم.په سیاست کې دخالت نه کوم  او زما څنګةکیدا قطعي ده  او همیشنۍ ده ،ځکه  یو شرعي  چاره ده . او دمرجعیّت  تر امر لاندې یم .

 د صدر بهیر رهبر د یوه خبریال دپوښتنې په ځواب کې ووئيل،له هیڅ ډلې سره مو ارتباط نشته او سیاست مو په بشپړ ډول پریښودلی دی او هیحکله به بیرته راستون نه شم،زه دخپل دیني مرجع آیت الله حسینی حایري په فرمان عمل کوم.

دمقتدی صدر په دغو څرګندونو پسې د عراق دنصر ائيتلاف مشر حیدرالعبادي  ووئيل،لازمه ده درست وسلوال کسان شاتګ وکړي اود مقتدی صدر له وینا وروسته حکومت  پخپلو دندو کې  دکمزورتیا او لټۍ لپاره هیڅ دلیل نه لري.عاقلان باید د  خلکو د ژوند له خطرې سره دمخامخیدا  او د نښتو دبیرته زیاتیدا دمخنیوی لپاره  سوچ فکر  او کومه چاره ولټوي.

داپه داسې حال کې دي چې  د مقتدی صدر له خبری کنفرانس وروسته د عراق د پولیسو رسندويي برخې  اعلان کړی دی ، دمشترکه عملیاتو مشرۍ فیصله کړې ده ،په بغداد او نورو ولایتونو کې  پر ګرځبندیز پابندي ختمه کړي.

https://iqna.ir/fa/news/4082008/عذرخواهی

captcha