ایکناخبری آژانس د بغداد الیوم له قوله راپور راکړ، قیس الخزعلی په یوه ټولنیز پیغام خپرولو سره وئیلي د ي؛تاسو ټولو خوئيندو وروڼو ته د امام حسین علیه السلام په حق قسم درکوم، هغه سپکاوي چې زما په حق کې کیږي، هیڅ منفي ځواب مه ورکوئ.
هغه په دغه ټویټ کې زیاته کړې وه ،مشر محمد صدر به وئيل ،زما نه مخ ،نه لاس او نه هم سترګې مههمې دي ،بلکې مهم د خدای دین او په امیر المومنین علیه السلام عقیده مهمه ده . قیس الخزغلی ووئیل هغه کسان چې مونږ تعقیبوي ،او غواړي ، حالات لا تاؤتریخجن کړي ،هغوي ته فرصت ورنکړئ او په چپتیا سره دهغوي نقشې شنډې کړئ. خداوندمتعال دې تاسو ټولو ته اجر درکړي.
هغه په دوام کې ټينګار کړی دی ، دعصایب اهل الحق غورځنګ له درستو وروڼو او بچیانو غواړم چې له همدااوسه تر بلې اطلاع پورې دې دغورځنګ ټول دفترونه وتړي او هر هغه دفتر چې غواړي وې سوځوي ، نو ودې سوځوي هیڅ اندیښنه مه کوئ، خداوندمتعال دهغه بزرګوارۍ په بدل کې چې تمه ئې نه لرئ ،جبرانوي .
له دې مخکې د په القائد وزیر مشهور محمد صالح العراقي چې د مقتدی صدر د رسندويي ویندوي په توګه یادیږي، په یوه سپک پیغام کې پر عصایب اهل الحق غورځنګ نیوکې کړي وې، ددې په ترڅ کې چې دعراق په وروستیو شپو ورځو تاؤتریخوالو کې دمقتدی صدر دپلویانو په لاس ددغه غورځنګ سره اړونده څو دفترونه سوځولي دي .