IQNA

8:19 - September 07, 2022
د خبر لمبر: 3486190

د اسلامی مقدساتوسپکاوی ددرست اسلامی امت اوفلسطیني ملت سپکاوی دی

ایکنا-(تهران) دقدس ستر مفتی شیخ محمد حسن په الاقصی حومات کې دسرزورو صهیونیسټانو وروستي لمسونکي اقدامات محکوم کړل او ددغه مقدس ځای په اسلامی شونې او اسلامی پاتیکیدنې ئې ټینګار وکړ.

د اسلامی مقدساتوسپکاوی ددرست اسلامی امت اوفلسطیني ملت سپکاوی دی

ایکناخبری آژانس  د الغد له قوله راپور راکړ،د قدس ستر مفتی شیخ محمد حسن په یولړ څرګندونو کې ووئیل، د اسلامی مقدساتو  هرډول سپکاوی  او اسلامی ارزښتونو ته په سپک نظیر سره کتل،د اسلامی امت او د فلسطین د ملت سپکاوی حسابیږي او  یوازینۍ نتیجه ئې د صهیونیسټي رژيم لپاره ویجاړیدا او کنډوالی دي .

په راپورکې وئيل شوي دي،د قدس مفتی شیخ محمدحسین پرون دیوې اعلامیې په خپرولو سره په الاقصی جومات کې دصهیونیسټ میشته ښارګوټو د اوسدونکو  داقداماتو په باب خبرداری ورکړ او ټينګار ئې وکړ،دغه  اقدامات به سیمه او نړۍ حتما د دینی جنګ په لور وکاږي .

 محمدحسن  دالاقصی جومات په حدودو کې دننه،یوه صهیونیسټ میشته اوسدونکی یهوداګلیک د شپلۍ غږول محکوم کړ اووې وئیل،دغه شان اقدام خطرناک او غیر مسئولانه دی.

 دقدس مفتي په دې خبرې په ټينګار سره چې الاقصی جومات به په دغه جومات کې د خپل نفوذ د ټغر د غوړولولپاره د صهیونیسټي دښمن له هلوځلو سره سره مقدس اسلامی ځاي باقي باتې وي،پر نړیوالې ټولنې ئې غږ وکړ،د اسلامی مقدساتو د سپکاویو د دریدا او د نیواکي فلسطین په مختلفو سیمو کې د ټولو مقدسو ځایونو باندې د صهیونیسټانو دتیریو دمخنیوي لپاره د مداخل غوښته وکړه.

دملګروملتوعلمی،تعلیمی او کلتوري ادارې (یونیسکو) د ۲۰۱۷کال په اکتوبر کې وئیلي دي،الاقصی جومات له مسلمانانو سره اړه لري او له یهودیانو سره هیڅ ارتباط نه لري.  

https://iqna.ir/fa/news/4083765/هش

captcha