ایکناخبری اژانس درائ الیوم له قوله راپور راکړ،د مسلمانانو د عالمانو دنړیوالې ټولنې شورا،ددغې ټولنې د نوی مشر په توګه حبیب سالم سقاف الجعفري د نومولو خبر ورکړ.
دقطر په دوحې کې ددغې اتحادئې مرکزي دفتر پرون دیوې اعلامیې په صادرولو سره وئيلی دي،په هغې ځانګړي غونډې کې چې د وبینار له لارې ترسره شوه،د احمد الریسوني له استعفی وروسته حبیب سالم سقاف الجفري دمسلمانانو دعالمانو دنړیوالې ټولنې د مشر په توګه منصوب شو.
حبیب سالم سقاف الجفري په نډونیشیا کې په مرکزي جاوه صوبې کې په سولو ښار کې زیږیدلی دی او ددغې اتحادئې لومړنی آسیائي مشر او له یوسف قرضاوي او احمد الریسوني وروسته دریم مشر شمیرل کیږي.
الجفري له دې مخکې هم د انډونیشیا دټولنیزو چارو وزیر پاتې شوی دی.
د السقاف ټاکل کیداد باقي پاتې پړاؤ لپاره ددغې اتحادئې د مشر له درو مرستیالانوڅخه او تر هغه وخته پورې وټاکل شو چې ددغې اتحادئې دعادي عمومی اسمبلۍ په غونډې کې چې ټاکل شوې ده،په راتلونکي کال لومړیو کې ترسره شي ، نوی مشر او دهغه مرستیالان وټاکل شي.
د مسلمانانو د عالمانو دنړیوالې ټولنې پخواني مشر الریسوني دلویدیځي صحرا په باب په یولړ څرګندونو پسې له خپلې څوکۍ استعفا ورکړې وه.