ایکنا-(تهران) دعراق په کربلا کې دحسینی اربعیّن په میلیوني لاریون او پياده روئ کې دبهرنیو زیارتوالو شتون ته ډير زیات توجه کیږي، چې په دغه شمیر کې میلیونونو ته دزیارتوالو تعداد رسیږي.
ایکنا خبری آژانس راپور راکړ،د نجف او کربلا ترمینځ په دغه میلیوني لاریون کې په زرګونو موکبونه د زیارتوالو خدمتونه کوي،چې په دوي کې د کربلا د زیارتوالو په لاره کې د ؛بقیة الله عجل الله تعالی فرجه الشریف ؛په نامې سره د هندوستان دمومنانو موکب په اوڅاره توګه لیدل کیږي.ددغه هندي موکب له خوا دزیارتوالو خدمتونه د صفرې دمیاشتې له شپږمې ورځې پیل شوي او د دصفرې دمیاشتې تر اولسمې نیټې پورې به دوام ولري.
په دې اړه یو ویډیوئي کلیپ هم ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي.



