IQNA

صبر او حق ته دمخه کولو په اړه قرآني سپارښتنې همیشنی دستور العمل دی

14:57 - September 17, 2022
د خبر لمبر: 3486235
ایکنا-(تهران)د اسلامي انقلاب معظم لارښود حضرت ایت ا... العظمي سید علی خامنه ای نن د حسیني اربعین په مناسبت د محصلینو د ویر په دستوروکې زیاته کړه د اربعین د لاریون معجزناکه پیښه په هیڅ بشري سیاست او تدبیر سره د تحقق وړ نه ده او دا د خداې لاس دې چی په دغې عظیمې جلوې سره ځیرې ورکوي زمونږ مخې ته لاره روښانه او د دکچ کونې وړ ده .

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د اسلامي انقلاب معظم لارښود حضرت ایت ا... العظمي سید علی خامنه ای د اربعین د لاریون معجزه ډوله پیښه د اسلام د بیرغ د اوچتولولپاره د خداې د ارادې نښه وبلله .

د اسلامي انقلاب دمعظم لارښود د اطلاع رسونې د دفتر د راپور له مخې د اسلامي انقلاب معظم لارښود حضرت ایت ا... العظمي  سید علی خامنه ای نن د حسیني اربعین په مناسبت د محصلینو د ویر په دستوروکې زیاته کړه د اربعین د لاریون معجزه ډوله پیښه په هیڅ بشري سیاست او تدبیر سره د تحقق وړ نده او دا د خداې لاس دې چی په دغې عظیمې جلوې سره ځیرې ورکوي زمونږ مخې ته لاره روښانه او د وهلو ده .

د رهبرۍ ستر مقام د ځوانانو پاک او مومن زړونه دعا ، نصیحت او الهی هدایت زیاتیدا ته د کیفیت ورکولو سبب وبلل او ویې فرمایل د اربعین دستورې چی د حضرت سید الشهدا اوچت بیرغ دې سږکال په تاریخ کې له بل هر وخت زیات پرتمین او زیات ستر ترسره شو.

هغو ځوانانو ته سپارښتنه وکړه چی د ځوانۍ په قدر پوهه شی او حسیني مراسم په ځانګړی اهتمام سره ترسره کړي . د اسلامي انقلاب معظم لارښود وفرمایل د ویر اوماتم مجلسونه هم باید د اهل بیتو یاد ژوندې وساتي او هم د حقیقتونو دبیانولو مرکزونه ووسي .

حضرت ایت ا... العظمي سید علی خامنه ای د اربعین د ولولناک لاریون په شان د مهمو پیښو پرضد د حقیقتونو د غلو او بدغواړو بې ځنډه هلوځلو ته په اشارې سره ټول دندې پیژندلو ته وبلل اوجوته یې کړه د قران دوې حیاتی اوتلپاتی جملې یعنی حق ته تواصی او صبر ته تواصی د تل لپاره او په تیره بیا زمونږ نن لپاره یو اساسی دستورالعمل دې .

هغو صبر د مقاومت ، دریدا ، نه ستړی کیدا او ځان په بندون نه لیدلوپه معنا وبلل او قراني او هییتي ځوانانو ته یې په خطاب کې وفرمایل هم پخپله د حق په لاره ولاړ شئ اوهم هڅه وکړئ د خدای په رنګ د پوهنتون په شمول د ډول ډول چاپیریالونو په رڼا کولو سره نور دغې لارې ته هدایت کړئ .

د دغو دستورو په سر کې ویرجنو محصلینو د اسلامي انقلاب په شتون کې د کربلای معلی له زایرینو سره همنوا یو موټې د لبیک یا حسین شعارونه ورکړل .

https://parstoday.com/ps/news/iran-i121144

captcha