IQNA

د قرآن په عمومی سیالیوکې د توحیدي دینونو او اسلامی مذهبونو د وحدت ځلا له ورایه ښکاري

16:43 - September 20, 2022
د خبر لمبر: 3486250
ایکنا-(تهران)د ایران د اوقافو د ادارې د قرآني چارو دمرکز مشر حمید مجیدي د قرآني سیالیوپنځه څلویښتمې مرحلې ترسره کیدا ته په اشارې سره او په دغو سیالیو کې داهل تسنن ښاریزو دګډو داحصایو  په وړاندې کولو سره دسیالیو په دغه پړاؤ کې دتوحیدی دینونو او اسلامی مذهبونو د وحدت ځلاوې بیان کړې.

 د ایران دخیریه  چارو او د اوقاف دادارې  دقرآنی چارو دمرکز مشر حمید مجیدي  له ایکناخبری آژانس سره په خبرو کې ووئیل،په درست هیواد کې په تیره بیا دکردستان،سیستان اوبلوچستان،آذربایجان غربی،خراسان جنوبی،ګلستان،بوشهر او هرمزګان په څير په سرحدي ولایتونو کې د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن کریم دعمومی سیالیو دولایتونو دمرحلې ترسره کیدا،په مسلمانانو کې  د وحدت او یووالي یو اصلي ظاهر دی.

هغه داهل تسنن د تفسیري سرچینو په اساس دتفسیر په څانګې کې داهل سنت  ښاریزو ښه هرکلي ته اشاره وکړه او وې وئيل، دغه موضوع د قرآن کریم په چورلیزتوب  د اسلامی مذهبونو دوحدت او نزدیکت یوه نښه ده  او حتی  د اهل تسنن  هغو قاضیانو یا داؤرانوته  چې د قضاؤت مدرکونه لری بلنه ورکړل شوې ده .

مجیدي مهر په پنځه څلویښتم پړاؤ کې  دقرآڼ عمومي سیالیو ځینو ځانګړنو  بیانولو ته  مخه کړه او وې وئيل ،دسیالیو ددغه پړاؤ یوه کم ساري ځلا، په پرانیستونکو یا پایزو دستورو کې د شتون لپاره ددیني عالمانو او دیني لږکیو او قومونو شتون  دی.

 https://iqna.ir/fa/news/4086435

captcha