IQNA

پغمبر اکرم(ص)په عدالت دمشتملې او له توپیر پرته دټولنې بنسټګر ؤ

16:56 - October 10, 2022
د خبر لمبر: 3486311
ایکنا-(تهران) دملایشیا ددیني چارو وزیر ووئیل،پیغمبر اکرم (ص)د نړۍ لومړنۍ اساسی قانون په مدینې کې اجرا کړ  چې په عدالت مشتمل ؤ او دمختلفو دینونو  د پيروکارو ترمینځ  دهرډول توپیر نفی وه.

ایکناخبری آژانس د  اسټار له قوله را پور راکړ د ملایشیا ددینی چارو وزیر ادریس احمد  د وحدت داونۍ په مناسبت په یولړ څرګندونو کې ټينګار وکړ،په  څو مذهبونو او توکمونو مشتمل یوه هیواد کې  دګډ سوله ایز ژوند لپاره برابري،حیاتي چاره ده.

ادریس احمد نن د اسلام دګران پیغمبرحضرت محمدمصطفی(ص) دنیکمرغه میلاد له کلیزې سره په یووخت  دنړیوال تجارت په مرکز کې په یوه سمینار کې  چې دده هیواد دمختلفو وزارتونو او ادارو دسلګونو کسانو په شتون سره ترسره شو، پخپلې وینا کې ټينګار وکړ، د مسلمانانو په اکثریّت سره په هیواد ملایشیا کې  له توپیر پرته سیاستونه او هوساینه،له کوم مذهب پرته د هرچا لپاره باید اجرا شي.

هغه زیاته کړه،چې دغه چاره په مدینې منورې کې دحضرت محمد مصطفی(ص)د حکومت په وخت کې د هغه رهبرۍ په بیلګې سره  چې څو مذهبونو پکې شتون د رلود،سمون خوړۀ.د ملایشیا ټولنه  د هغه هیواد په توګه چې  مسلمانان پکې په اکثریت کې دي، باید درک کړي چې  اسلام په یوې ټولنې کې د مذهب دډ ولوالي او اکثریت قدرونه کوي. دا چاره باید  دمختلفو مذهبونو او دینونو داحساساتو له داغي کولو پرته او په مهربانۍ اونرموالي سره اجرا شي،څو د ملت سوله له خطرې سره مخامخ نشي.

ادریس احمد په دوام کې ووئیل، د د مذهبی ډولوالي په احترام سره  دیوې ټولنې په رهبرۍ کې د دیوه لوړروتبه و اکوال په توګه د حضرت محمد مصطفی(ص) کامیابی باید درستې نړۍ ته وښودل شي. دګډ سوله ایز ژوند معنا،چې په اسلامی قوانینوکې شته دي ،په څو قومونو اومذهبونو سره په په یوه هیواد کې دسوله ایز ګډ ژوند امکان برابروي.

د ملایشیا ددینی چارو وزیر ووئیل ، داسلام ګران پیغمبر د مدینې اساسی قانون په نړۍ کې د لومړني اساسي قانون په توګه رامینځةکړ. دغه اساسی قانون ، دهیڅ یوې ټولنې ،توکم  او دین په ضد  نه ؤ او په برابرۍ ،عدالت او د لاښه ګډ ژوند لپاره  ئې له یوه بل سره پر مرستې ټينګار کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4090592

captcha