IQNA

اسلامی وحدت داسې ضرورت دی چې د پیغمبر اکرم(ص)په سنت کې ریښه لری

16:03 - October 11, 2022
د خبر لمبر: 3486313
ایکنا-(تهران)د اسلامی وحدت د شپږدیرشم نړیوال په  اوم وبینار کې حاضرو عالمانو او متفکرانو پخپلو ویناؤ کې ټينګار کړیچې د مذهبونو نزدیکت او اسلامی وحدت یو داسې ضرورت دی چې د پیغمبراکرم(ص)په سنت او سوچه اسلام کې ریښه لري او د اسلام د مقدس دین یو ضرورت دی.

ایکناخبری آژانس راپور راکړ،د افغانستان دشیعه عالمانو د شورا مشر آیت الله محمد هاشم صالحي په دغه وبینار کې پخپلې وینا کې  ووئيلوددین مبلغان باید د نزدیکت ارزښتمنه موضوع  چې یوه مذهبی غوښته ده ،تبلیغ کړي، له همدې امله په دیني حوزو کې د وحدت دخبرودودول، په دې اړه یو ترټولو مهم اړونده اقدام دی .

هغه دغه راز د وحدت د اونۍ په مناسبت په مبارکۍ وئيلو سره ووئيل،په اسلامی نړۍ کې  سوله،صفا،سازباز،صمیمیت  او اسلامی اتحاد  او دغه راز له درز ،نفاق او شخړو څخه ډډه کول  داسلام دمقدس دین یو نننی ضرورت دی .دوحدت او یووالی په باب دومره ډير آیتونه اوروایتونه  وارد شوي دي چې ممکنه ده په  دومره اندازه به بل هیڅ یو واجب ټينګار نه وي شوی. 

 هغه په دوام کې په اسلامی ټولنې کې پیغمبر اکرم(ص) د چلند کردار،ګفتار،بخښنې،نرمښت،زغم او تقوا او عفو  یوه تل پاتې بیلګه ده او د بشر لپاره ئې یوه تل پاتې  سنت ډالۍ کړی دی ، په قرآن مجید کې د  اسلام مکرم پیغمبر(ص) دښو اخلاقو اواسوه په توګه یاد شوی دی.

په دغه وبینار کې د عراق د کربلا پوهنتون د انساني علومو دپوهنځي مشر حجةالاسلام بلاسم عزیز شبیب الزاملی هم ووئیل ، دخداوندمتعال په رسمۍ ډله ایزو منګولو ښخول یو ضروري اقدام دی . هغه په دوام کې  ټينګار وکړ، داسلامی وحدت کنفرانس د اسلامی وحدت دتحقق  دلارو چارو د لټولو په خاطر یو شمیر  ډلې جوړې کړي دي چې باید  په ښه ډول په دغو ډلو کې د وحدت او یووالي او دغه راز له درز اوتفرقې څخه دډډه کولو په اړه  دقرآڼ او رسول دسنت په اساس حل لاره ولټول شي.

 هغه ووئیل اسلامی امت  دخپلو اصولو او شعارونو په اساس،یوه واحد امت دی.حتی که د مختلفو اسلامی مذهبونو ترمینځ جزئي اختلافات  هم موجودي وي ،که مسلمانان له تفرقې او درز څخه ډده وکړي، نو ا سلامی ا مت به دیوه واحد امت په توګه باقي پاتې شي.اسلام تل مسلمانان وحدت ته  بللی او له تفرقې ئې منع کړي دی او د قرآن کریم د آیتونو په اساس دخداوندمتعال په رسۍ د منګولو ښخول یو ضروري اقدام دی  چې ټول باید ورباندې عمل وکړو. پر دې سربیره ، خداوندمتعال مونږ له تفرقې او نفاق او اړئ ګړئ هم  منع کړي یوو.

 
وحدت اسلامی

https://iqna.ir/fa/news/4091033/%D9%8

captcha