IQNA

6:48 - October 12, 2022
د خبر لمبر: 3486316

مسلمانان باید په عمل کي خپل مینځی وحدت او پیوستون ولري

ایکنا-(تهران) سید حسن نصر الله ووئيل حضرت امام خمینی  د پیغمبر اکرم(ص) د نیکمرغه میلاد د ورځې په سر د اختلاف ځاي،په مسلمانانو کې د اتفاق او اجماع په ځاي بدل کړ او د  ربیع الاول  له دولسمې د ربیع الاول تر اولسمې نیټې پورې ئې یو پَل جوړ کړ چې د  سلامی وحدت د اونۍ په نامې سره ئې نوموړلی دی

مسلمانان باید په عمل کي خپل مینځی وحدت او پیوستون ولري

ایکناخبری آژانس راپور راکړ،د لبنان دحزب لله ولسی غورځنګ  عمومی منشي سید حسن نصر ا... د وحدت  اونۍ په مناسبت  پخپلې  یوې وینا کې  ددې خبرې په کولو سره چې  حضرت امام خمینی  د پیغمبر اکرم(ص) د نیکمرغه میلاد د ورځې په سر  داختلاف ځاي ، په مسلمانانو کې د اتفاق او اجماع په ځاي بدل کړ او د   ربیه الاول  له دولسمې د ربیع الاول تر اولسمې نیټې پورې ئې یو پَل جوړ کړړ  چې  د  اسلامی وحدت د اونۍ په نامې سره  نوموړلی دی ووئیل، مسلمانان باید  پ  عملی بڼه وحدت او پیوستون ولرل شي  او  په ګډو ټکو ټيڼګار وکړي ،نه په اختلافاتو یا دا چې په اختلافی  دریځونو کې یو بل درک کړي .

 سید حسن نصرالله دخپلې وینا په بلې برخې کې  همداراز  ووئیل،  د اسرائیلو او عربانو ځيني رسندوئې   ددغې ادعا په دودولو بوختې دي چې  حزب الله د اسرائيلو  او صهیونیسټي دښمن ترمینځ دپولې په سر  کیدونکي موافقه له مینځه وړي ، دا په داسې حال کې دی چې  حزب ا...  د پولو  د ویش د دوسیسې له هماغه پیله ، مناسب چلند درلودلی دی ، چې  ولس ئې نتیجه هم ولیدله . او دغه موافقه باید د لبنان د  حکومت غوښتې پوره کړي.

سید حسن نصرالله د فلسطین موضوع ته په اشارې سره هم ووئيل،  دغزې اولویدیځي غاړې بدلونونه  له دير اهمیّته برخمن دي او د صهیونیسټي رژيم او ددغه رژيم د مسئولانو لپاره  شوکه کونکي دي.ان شاالله دغه مقاومت به هماغه راز مخ په پراختیا وي.اسرائیلی دښمن فکر کوۀ چې   په لویدیځي غاړې کې ئې د مقاومت اقدامات درولی دي ،خو اوس په لویدیځي غاړې کې  په میرمیو او چاودونکو توکو سره  د ولسی انتفاضې  شاهدان یوو. هغه څه چې په لویدیځي غاړې کې  ئې وینو یو شجاعت او نوی نوښت دی .

https://iqna.ir/fa/news/4091228/%D8

captcha