ایکناخبری آژانس راپور راکړ،د مشکات د قرآن کریم د عمومي سیالیو دڅلورم او د نړیوالو سیالیو ددوهم پړاؤ پایزې دستورې دتیرې جمعې په ورځې د مشکات قرآنی موسیسې د عمومی مدیر حجةالاسلام مجبتی محمدي او دهیواد یو شمیر قرآنی شخصیّتونو په شتون سره د حضرت عبدالعظیم الحسنی په حرم کې په شیخ صدوق هال کې ترسره شوې.
د مشکات قرآنی موسیسې عمومی مدیر ددغو دستورو په پیل کې دهغو ټولو کسانو مننه وکړه چې ددغوسیالیو د دي پړاؤ په ترسره کولو کې ئې هڅه کړې،ددغه پړاؤپه باب دیوه راپور په وړاندې کولو سره ووئيل، په دغه پړاؤ کې دیارلس زره شپږ سوه کسانو ګډون وکړ چې په نړیوالې برخې کې ئې دنړۍ د مختلفو براعظمونو څخه د ۷۳هیوادونو د ګډون کونکو د شتون شاهدان وو.
په راپور کې وئيل شويدي ،د ایران داسلامی ارشاد اوکلتور د چارو وزیر او د قرآن او عترت د چارو مرستیال علی رضا معاف ددغو سیالیو په پایزو دستورو کې د اسلامی وحدت د شپږدیرشم نړیوال کنفرانس له ګډون کونکو سره د اسلامی انقلاب د معظم لارښود کتنې ته په اشارې سره ووئيل، دپیغمبر اکرم(ص)ځانګړنې او مؤلفې ډيرې زیاتې دي او په قرآن کریم کې پیغمبر ته خطاب کیږي چې ته به له خلکو سره په آرام زړه سره او ډير مهربانه چلند وکړې او نو ځکه دا د تا وخوا ته د خلکو په جذبونې کې ډيرې اغیزې شیندي .