ایکناخبری اژانس راپور راکړ،د اکتوبر په شپاړسمه نیټه دغه کنفرانس ترسره شو او د ایران ،انډونیشیا،بریتانیا،بحرین او پاکستان عالمانو او متفکرانو پکې ګډون وکړ.
د انګلستان د اسلامی مرکز د اعلامیې په اساس،په انګلستان کې دولی فقیه نماینده حجةالاسلام سید هاشم موسوي په دغه کنفرانس کې پخپلې وینا کې ووئيل، د مسلمانانو ترمینځ داختلافاتو له رامینځةکولو موخه، د اسلامی ټولنې دقدرت او پرتم کمزوری کول دي او دا اقدام د هغر هغه چا په وسیله کیږي ،چې په بشپړ ډول ددښمن خدمت کوي او داسلامی ټولنې شخصیّتونه باید په باب چپه خوله پاتې نشي.
د انګلستان د اسلامی مرکز مشر زیاته کړه،د مسلمانانو ترمینځ دقومي،توکم،او ژبنیو واټنونوپشمول حتما فاصله شته او حتی مذهبی اختلافات هم شته او دا چارې کوم اهمیّت نه لري، هغه څه چې مهم دي دا دي چې اجازت ورنکړو دغه اختلافات دجنګ اوشخړې لامل شي او په دې باب داسلامی ټولنې د عالمانو او شخصیّتونو هوښیارتیا یو ضروري مهم دی.
سید هاشم موسوي داسلام ضده پروسې د تاریخجې په بیانولو سرهووئيل ، دا ټکی په زیات احتمال سره په انګلستان کې د ۱۹۸۰لسزې په وروستیو کې پنځول شوی دی او د اسلام او مسلمانانو څخه یوه ناسمه او ویرونکي بلا القاء کیږي چې باید په اتحاد او یووالی سره ئې مقابله وکړو. هغه همداراز اسلام ته د لودیځ د تاریخی منفی نظر ته په اشارې سره روښانه کړه ،د تاریخي محققانو د څيړنو پهاساس ، مسیحي مبلغان اسلام له مسیحیّته یو منحرف او بدعت باله او ددې لپاره چې د مسیحي مومنانو ذهن د اسلام په وړاندې داغی کړي،په تورې سره داسلام د پراختیا،د میرمنو اوماشومانو په باب دنابرابرو قوانینو ، دقصاص او رجم دتاؤتریخجنو احکامو په څير د مسلو دمطرح کیدا په لور لاړل چې د مسیحي مبلغانو د فعالیتونو په کمیدا سره د هغوي ځاي اروپائي ختیځ پیژاندو ونیو.په داسې حال کې چې زیاتره هغه ختیځ پيژاند چې داسلام مطالعه ئې وکړه هم ونه توانیدل په یوه بې پلوه اوعملی نظر سره اسلام ته وګوري او تقریبا د هغوي ټول تحقیقات هماغو نتیجو ته ورسیدل چې له دې مخکې مسیحی مبلغانو ترلاسه کړې وې.
حجةالاسلام موسوي زیاته کړه،پر دغې تاریخچې سربیره ،د لویدیځ او اسلام نښتې،په تیره بیا په اروپا کې داسلامي لښکر فتحې او پر ایبری ټاپو د مسلمانانو مسلط کیدا او د فرانسې تر مینځ پورې دعبدالرحمان عرب پرمختګ او د دولسمې پيړۍ په درشل کې له صلیبی جنګونو سره ددغو دښمنیو دوام،دلودیځوالو په ذهنونو کې له اسلام او مسلمانانو څخه د ویرې او وحشت تخم وکرل شو او دهغې ناروغه ګروهنې د روزنې سبب شو چې اوس له اسلامی نړۍ سره د لویدیځ په رابطې کې حاکم دی.
کاشت بذر ترس از اسلام در جنگهای صلیبی
حجتالاسلام و المسلمین موسوی افزود: علاوه بر این تاریخچه، درگیریهای اسلام وغرب، به ویژه فتوحات ارتش اسلام در اروپـا و تسلط مسلمانان بر شبه جزیره «ایبری» و پیشروی «عبدالرحمان عرب» تا میانه خاک فرانسه و تداوم این دشمنیها با جنگهای صلیبی در آستانه قرن دوازدهم، بذر ترس از اسلام و مسـلمانان را در ذهن غربیها كاشت و موجب پرورش گرایش بیمارگونهای شد كـه اکنـون در رابطـه غرب با جهان اسلام، حاكم است.
په انګلستان کې د ولی فقیه نماینده دغه راز له بدلونونو سره د اسلام د مخالفت ښودل ، د اسلام او نورو فرهنګونو ترمینځ د ګډو ازښتونو نه شتون، دلودیځ په مقابل کې د اسلام سپک بریښول، داسلام دجنسیّت پال،بې تمدنه او غیر عقلاني بلل،د اسلامی احکامو ګواښونکی او تاؤتریخجن بلل، له ترهه ګرۍ ملاتړ او له مسلمانانو سره ددښمنۍ عادي بلل له اسلامه د ویرولو د پروسې اصلي عناصر وبلل او ټينګار ئې وکړ،له اسلامه د ویرولو دپروسې پیچلو اړخونو ،او په لویدیځ کې د مسلمانو لږکیو لپاره ئې دهغو تاواني او منفي اړخونو ته په پام سره،له حقیقی اسلام سره د اروپایانو بلدتیا، دمسلمانانو او لویدیځوالو ترمینځ د خبرواترو د زمینې برابرول،په اسلامی نړۍ کې له افراط پالنې دلیریکیدا لپاره هڅه،داسلامی هیوادونو دخیرغواړو رهبرانو په وسیله دوړاندې شوي سټراټژيو ته پام او په تیره بیا د مسلمانانو ترمینځ له اختلافاتو ډډه کول، نن سبا داسلامی هیوادونو او دسیمه ایزو او له سیمې د ورآخوا تنظیمونو ډير ضروري او پراخ اقدامات شمیرل کیږی چې باید ورته جدي پام وشي څو له اسلامه د ویرولو له پروسې او زیاتیدونکو تعصباتو څخه د ژغورنې لارې چارې ولټول شي.
هغه همداراز ددغه کنفرانس د پوښتنو او ځوابونو په برخې کې د اسلامی انقلاب د ستر لارښود له خوا د بریتانوی شیعه او امریکائي سني په اړه د مفهوم په باب دیوې پوښتنې په ځواب کې ووئيل، د اسلامی انقلاب ستر لارښود په دا وروستیو کې په یوې وینا کې په ډاګه د بریتانوي شیعه په باب دخپل مقصد په بیانولو سره وفرمائيل، بریتانوي شیعه دهغه چا په معنا نه ده چې په انګلستان کې ژوند کوي ،بلکه پخپله اسلامی هیواد کې هم کیدلی شي او دا هغه کسان دي چې دشیعه اوسني ترمینځ اختلافاتو ته لمن وهي داواهل تسنن د مقدساتو سپکاوي کوي او امریکائي سنیان هم همداسې دی .