IQNA

په ملایشیا کې د صهیونیسټي رژيم د جاسوسۍ چینل کشف شو

10:17 - October 20, 2022
د خبر لمبر: 3486344
ایکنا-(تهران) د ملایشیا مامورانو د  اسرائيلو له موساد جاسوسي ادارې سره  اړونده یو چینل  وپيژند او ددغه چینل له منګولو  ئې یو فلسطینی فعال وژغور.

ایکناخبری اژآنس د ۲۱عربی چینل له قوله راپور راکړ، رسندویو په همداوروستیو کې وئيلي دي ،د ملایشیا چارواکو  داسرائيلو له موساد ادارې سره اړونده د جاسوسۍ یو چینل  چې یولس ملایشیائي  کسانو جوړ دی ،کشف کړ.

دملایشیا رسندویو راپور ورکړی،چې د موساد ادارې دغه چینلد تیرستمیر په اته ویشتمه نیټه ددغه هیواد په پلازمینې ګوالالامپور مرکزکې د فلسطین دغزې تړانګې د اطلاعاتو دټيکنالوجۍ په زمینې کې یو فلسطینی کارپوه تښتولی ؤ.

د موساد جاسوسي ادارې دغه چینل، یو فلسطینی ځوان وتښتاوه او دپلازمینې په شاوخوا کې ئې دیوه کلي یوه کور ته منتنقل کړی ؤ،خو دملایشیا اطلاعاتي  مامورانو د برمتګرو په پيژندګلوۍ ره ،دوي په ۲۴ساعتونو کې ونیول  او برمته شوي کسان ئې ورڅخه آزاد کړل.

الجزیره  د ملایشیائي سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې څيړنې ښئ د موساد جاسوسي ادارې دغه چینل  د ملایشیا د هوائي ډګرونو او دحکومتي الیکټرانیکي شرکتونو کې د دوي دنفوذ پشمول  په دغه هیواد کې د مهمو سایټونو  په جاسوسۍ کې رول درلودلی دی. د موساد جاسوسي ادارې سره اړونده  وسلوالو عواملو په ۲۰۱۸کال کې هم په ملایشیا کې د فلسطین یو انجنیّر فادي البطش هم ترور کړی دی.

https://iqna.ir/fa/news/4092614/

captcha