IQNA

له صیهونیسټ رژيم سره داړیکو عادي کول د هیوادونو دسیاسی کمزورتیا په دلیل دي

15:14 - October 20, 2022
د خبر لمبر: 3486345
ایکنا-(تهران)د پاکستان د مذهبی چارو وزیر مفتی عبدالشکور سردارخان له صهیونیسټي رژيم سره د څو اسلامی هیوادونو داړیکو د عادي کیدا او پر اسلامی نړۍ ئې داغیزو په باب ووئيل،له اسرائيلو سره دځينو هیوادونو د اړیکو عادی کیدا په علمی او سیاسي مسئلو کې ددغو هیوادونو د کمزورتیا په دلیل ترسره شوي  او دوي له صهیونیسټانو سره  اړیکو ته مجبوره شوي دي.

ایکناخبری آژانس راپور ورکړ،یوه هغه موضوع چې لازیاته په دیني نظر خاوندانو کې داسلامی وحدت د کنفرانس  په څير د پروګرامونو دترسره کیدالازیاته مطرح کیږي،د مذهبونو دنزدیکت  او  د اختلافاتو  له ستر بریښولو څخه د لیریکیدا موضوع ته یو ډول کتنه  ده . ځيني په دې اند دی چې د مذهبونو د نه نزدیکت  یو دلیل  د هغو په واقعي معنا،یعني له یوه بله د مسلمانانو لیریکیدا او  د اسلامی مذهبونو د نزدیکت لپاره له عملی ګامونو پورته پرته د  غونډو ترسره کیدا ده.

د پاکستان د مذهبی چارو وزیر مفتی عبدالشکور سردار خان په تهران کې داسلامی وحدت د شپږدیرشم نړیوال کنفرانس دترسره کیدا په څنډې کې له ایکناخبری آژانس سره په خبرو کې  د مذهبونو د نزدیکت  له موضوع د  اسلامی نړۍ دعالمانو دهرکلی نه کولو ددلیل  په باب د یوې پوښتنې په ځواب کې  ووئيل، وحدت ته د رسیدا  لپاره د مذهبونو دنزدیکت په موضوع سره  د کنفرانسونو اوغونډو ترسره  کیدا کافي نه ده ، ځکه تر څو چې له یوه بل سره دمسلمانانو زړونه نزدې نه شي ، هیڅکله هم هیڅ کار نشي کولی.

 سردار خان زیاته کړه ،له بده مرغه په اسلامی نړۍ کې وینو چې پخپلو کې سره لیرې یوو، باید له یوه بل سره نزدې شوڅو د مذهبونو د نزدیکت موخو ته ورسیږو ،ځکه یوازې په دغه شان غونډو اوسمینارونو سره کار پرمخ نه ځي او باید عملی مرحلې ته ورسیږو.

 د پاکستان د مذهبی چارو وزیر نوو علومو اوفنونو ته د مسلمانانو د لاس رسي په ضرورت په ټينګار سره  روښانه کړه، زما په نظر ،مسلمانان له اقتصادي پلوه او نوو علمي ټيکنالوجیو ته د رسیدا له نظره  کمزوري دي او همدغه  چاره ، له یوه بله ددوي د لیریکیدا سبب شوې ده .کله چې   له ا قتصادي پلوه له یوه بل سره اړونده شو،نو  د مختلفو مسئلو په باب خپلواکه فیصلې نه شو کولی.

مفتی صیب  ووئیل، د مثال لپاره، ددې شاهدان یوو  چې ډيری اسلامی هیوادونه  له امریکا او نورو هیوادونو سره  اقتصادي او تخنیکي اړوندوالی لري ،په دغه شان شرائطو کې  څرنګه دسیاست جوړونې له نظره خپلواکه کیدلی شو، په داسې حال کې چې  اسلامی هیوادونه  دهغو هیوادونو له سیاستونو څخه پيروۍ ته مجبوریږي،چې  ورسره اړوندوالی لري.

د پاکستان دمذهبی چارو وزیر له صهیونیسټي رژيم سره د  څو اسلامی هیوادونو داړیکو دعادي کیدا په باب  او پر اسلامی نړۍ ئې  داغیزو په باب ووئيل، زه یو پاکستانی یم او باید ووایم چې دپاکستان سیاست تل  دا دی چې صهیونیسټي رژيم په اسلامی نړۍ کې  دیوه زخم په توګه ګڼي  او ټينګار  کوي ،چې دغه سرطاني دانه باید  له مینځه لاړه شي.

https://iqna.ir/fa/news/4092719/%D8%B

captcha