IQNA

د هند په کرناټک کې د جوماتونو له لاؤډسپیکرو د آذان د خپرولو اجازت صادرشو

13:18 - October 24, 2022
د خبر لمبر: 3486362
ایکناـ(تهرانه) دهندوستان د کرناټک صوبائي حکومت د یولس زره جوماتونو پشمول  د اولس زره  اته سوه عبادتځایونو له لاؤډسپيکرو څخه د  په خاصو شرائطو سره د استفادې  اجازت صادر کړ.

 

 

ایکناخبري آژانس د امید له قوله راپور راکړ،د هندوستان په کرناټک صوبې کې یولس زره جوماتونو،دهندوانو درو زرو معبدو او یوزر څلور سوه کلیساګانو ته له خپلو لاؤډسپيکرو څخه د استفادې اجازت صادر شوی دی.

 ددغې صوبې دپولیسو ادارې  د کرناټک صوبې ددستورالعملونو په اساس، ددغو عبادټځایونو  لپاره اړونده مجوز صادر کړی دی.

په ټول کې دغې ادارې ته د جوماتونو ،درمسالونو اوکلیسګانوڅخه اولس زره  اته سوه پنځوس درخواستونه  ورلیږل شوی دی. دغه مجوز د دوو کلونو لپاره ورکړل شوی دی او صوبائي حکومت دهر اجازت په بدل کې له هریوه عبادتځایه دلګښت په توګه څلور سوه پنځوس روپئ اخستي دي.

ددغې صوبې حکومت چې د بی جې پی ګوند سیال دی ، له دې وروسته چې هندو افراطیانو هڅه ړې،له خپلو لاؤډسپیکرو څخه په استفادې سره   ددغې صوبې دجوماتونو په ضد خار پاررامینځةکړي او د سترې محکمې د فیصلو خلاف ورزي وکړي،د مجوز د صادرولو فیصله وکړه.د هندوانو تنظیمونو  بلنه ورکړې وه څو له سهار پنځو بجوڅخه د خدایانو سرورونه اوهندواني نغمې په لاؤسپیکرو سره خپرې کړي څو د آذان دغږ د آوریدو خنډ شي.

مسلمانو تنظیمونو په درستې صوبې کې دجوماتونو له مدیریّته غوښتي وو،چې قوانین دې چخڼي نه کړي او دلاؤډسپيکرو په وسیله د خپرونې دمجوز د ترلاسه کولو لپاره دې د صوبائي حکومت له فرمانونو پیروي وکړي.دغه دستورالعملونه همداراز دجوماتونو،درمسالونو اوګلیساګانو  لپارره له لاؤډسپیکرو څخه د استفادې لپاره هم اعلان شوی دی.ددغو عبادتځایونو لاؤډسپيکرې یوازې سهارشپږو بجو تا لس بجې شپې پورې په خاصو ډسی بل سره دخپرونې اجازت لري.

https://iqna.ir/fa/news/4093667

captcha