ایکنا-(تهران) د ملایشیا د قرآن دنړیوالو سیالیو دوه شپیتم پړاؤ بیګاله شپږ ورځو وروسته د سړیو او میرمنو په دوو برخو کې د غوره کسانو په معرفي کولو سره ددغه هیواد په پلازمینې کوالالامپور کې پاي ته ورسید.

ایکناخبري آژانس راپور راکړ،په دغو نړیوالو سیالیو کې د نړۍ د ۲۹هیوادونو استازو د سړیو او ښځو د قرآئت او حفظ په دوو برخو کې پخپلو کې سره سیالۍ وکړې او بلاخره بیګا پاي ته ورسیدې او غوره کسان هم معرفي شول .
په دې اړه یو ویډیوئي راپور هم ستاسو خدمت ته وړاندې کوو.