IQNA

وحشی صهیونیسټي دښمن یوازې د زور په ژبه پوهیږي

6:39 - October 26, 2022
د خبر لمبر: 3486372
ایکنا-(تهران)د فلسطین دحماس غورځنګ لوړپوړي مشر خالدمشعل زیاته کړې ده،د مقاومت شهیدانو پخپلو وینو سره د نیواکي ټاټوبو د آزادولو او د اردن سین په لویدیځي غاړې کې مقاومت ته دبیرته ستنولو لاره پرانیستې ده.

ایکناخبری آژانس د حماس د اطلاع رسونې ددفتر له قوله راپور راکړ،د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس مشر خالدمشعل په یولړ څرګندونو کې د وحشي صهیونیسټانو په لاس د یوشمیر فلسطینیو مبارزانو د شهادت په مناسبت په تسلیّت وئیلو سره په ډاګه کړې ده،د صهیونیسټانو دغه جنایتونه  ټینګار کوي،مونږ له یوه داسې دښمن سره مخخ یوو چې یوازې د زور په ژبه پوهیږي او د فلسطینیو ښاریزو په وینو بهولو سره په راتلونکو  انتخاباتو کې په بریالیتوب پسې دي.

خالد مشعل زیاته کړې ده،د مقاومت شهیدانو پخپلو وینو سره د نیواکي ټاټوبو د آزادولو او د اردن سین په لویدیځي غاړې کې مقاومت ته دبیرته ستنولو لاره پرانیستې ده.

په خارج کې د حماس غورځنګ مشر ددې خبرې په کولو سره چې د صهیوینسټي رژيم وحشي ډول جنایتونه هیڅکله هم د اردن سین په لویدیځي غاړې کې د مقاومت د هوډ دکمزوري کولو لامل نه شي کیدلی روښانه کړه،د مقاومت روحیّه ددرستو فلسطنیانو په وجودکې جریان لري او دا چاره  د صهیونیسټ میشته ښارګوټو په ضد دډګر د تنګولو او دملی وحدت رامینځةکیدا ته اړتیا لري.خالد مشعل د صهیونیسټانو په وړاندې د دمقاومت په یوې مضبوتې کلا د جنین،نابلس او دلویدیځي غاړې د نورو ښارونو اوکلو په بدلولو په ټينګار سره  ووئیل، بیت المقدس ،د نیواکي ټاټوبو تر بشپړ آزادولو او دکډوالو دبیرته ستنیدا پورې  د انتفاضې او مقاومت  په لاره کې د بدلون درامینځةکولو لپاره الهام بخښونکی عنوان دی.

https://iqna.ir/fa/news/4094507/%D8%AE%

captcha