IQNA

ملګروملتو له ملایشیا د روهینګیائي مسلمانانو په ویستلو اندیښنه وښودله

15:41 - October 29, 2022
د خبر لمبر: 3486383
ایکنا-(تهران)د ملګروملتو د بشری حقوقو لوړې کمیشنرۍ د ملایشیا پر حکومت غږوکړ،څو میانمار ته د بیرته ستنیدا لپاره دې د روهینګیائي مسلمانو پناه غواړو له مجبورولو لاس واخلي.

ایکناخبری آژانس د دي حکارته پوسټ له قوله راپور راکړ،د ملګروملتو د بشری حقوقو لوړ کمیشنر وولکر ترک په یوې اعلامیې کې ووئيل، د میانمار یا برما د اقتصادي نظام او د اجتماعی ملاتړ دسسټم  دړې وړې کیدا او د بې ثباتۍ او تاؤتریخوالي د سوئې په زیاتیدا سره،اوس دا وخت نه دی چې څوک میانمار ته بیرته وګرځوو.

هغه دهغو کسانو لپاره چې له بیرته ستنیدا وروسته له جدي خطرې سره مخ دي،د سیاسی فعالانو او نورو پنانه غواړو په شان د کسانو د برخلیک په باب اندیښنه څرګنده کړه.

دغه دریځ،د نړیوالو قوانینو  په اساس، میانماري پناه غواړو د وضعیّت له کافي ارزونې پرته د اکتوبر په شپږمه نیټه  له ملایشیا  څخه د میانمار دڅه پاسه سل  ښاریزو په ویستلو  مشتملو خبرونو په خپریدا پسې ترسره شو.

برما یا میانمار د ۲۰۲۱کال په فرورۍ میاشت کې د پوځي کودتا له وخت راهسې  چې د آنګ سوچي په مشرۍ د ډيموکراټيک ملی حکومت دنسکوریدا سبب شو ،په یوه سیاسی  بحران کې ښکیل دی. له دې مخکې همدغه حکومت د روهینګیائي مسلمانانو په ضد په توپیري اقداماتو کې په لسګونو زره روهینګیائي مسلمانان قرباني کړل او په لکونو ئې هم له خپلو سیمو په زوره کوچولو ته اړباسل.

https://iqna.ir/fa/news/4094807  

captcha