ایکناخبری آژانس راپور راکړ،د حضرت عبدالعظیم علیه السلام د مقدس حرم له قرآن کریم سره د انس درې زره یو اویایم محفل دهغه بزرګوار د نیکمرغه میلاد ددرنښت داونۍ په مناسبت نن شپه ترسره کیږي.
په راپور کې وئيل شوي دي،دغه محفل نن شپه دماښام او ماسخوتن له لمانځه وروسته ددغه مقدس آستان په امام علی(ع) مصلی کې ترسره کیږي.
دغه دستورې د نړیوال او غوره قاري سید جواد حسینی او رضاصباغي د قرآن په تلاؤت او د کاظم غفارنژاد په مداحئ سره پیلیږي .ددغو دستورو اجرا د قرآني چارو دیوه مخکښ عباس سلیمي په غاړه ده او دغه دستورې د ایران د ټيلیويژني ادارې له قرآن او معارفو چینل له لارې په ژوندئ بڼه خپریږي.