IQNA

د پوه بنسټه شرکتونو د فعالیتونو پیاوړتیا د حکومت اصلی دنده ده

16:35 - November 02, 2022
د خبر لمبر: 3486403
ایکنا-(تهران)د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د حکومت  دکابینې په غونډې کې د  ؛ د کال د شعار دپوره کیدا لپاره د پوه بنسټه حوزو فعالیتونه،او دسفرونو په دوهم پړاؤ کې د ولایتونو دپراختیا دچټک کولو لپاره پلانونې  او د ولایتی سفرونو په لومړي پړاؤ کې  د مصوبو داجرا جدي تعقیبولو باندې ټينګار وکړ.

د ایران د اسلامی جمهوریت  ولسمشر ابراهیم ریسي دې ته په اشارې سره چې ددښمن هڅه  خلکو ته دحکومت د خدمت رسونې اوفعالیت لپاره دخنډونو رامینځة کول دي ټينګار وکړ،حکومت کلک هوډ لري په قوت سره  پرمختګ او دخدمت لارې ته دوام ورکړي او دا حرکت په فضا جوړونو او بلواؤ سره  نه دریږي.

سید ابراهیم ریسي  نن د حکومت د کابینې په غونډې کې  د اسلامی جمهوری نظام په ضد ددښمن  دخار پار اچولو او  پراخو پروپیګنډیزویرغلونو ته په اشارې سره  ووئيل ،  ماډرن جاهلیّت چې  په ماډرن  آوزارونو اوډول ډول وسلو سنبال دی، غواړي ،ملتونه  واقعیّتونو باندې پوهه نشي او په ټولنې :ې د حقیقت ډپیژندنې خنډ کیږي.

 فارس خبری آژانس راپور ورکړی ،د اسلامی ایران ولسمشر زیاته کړې ده ،د کلتوري ترهه ګرۍ  او جاهلیّت دبهیر یو اصلي کار دا دی  چې  حقیقت ونه وئيل شي  یا په مکمل توګه ونه وئيل شي  او له همدې امله نن اوس حتی  دهغه  ماشوم دنامې مطرح کیدا چې خپله کورنۍ ئې د شاهچراغ په غمیزې کې له لاسه ورکړې ده ،هم د شهید جنرال قاسم سلیماني دنامې په  شان  ورڅخه ویره لري  او دا  له سوشل میډیا او ټولنیزو چینلونو حذفوي.

ریسي ووئيل،حکومت په فضا جوړونو او بلواؤ سره نه  کارونه نیمګړي نه پریږدي.

https://iqna.ir/fa/news/4096498/%D8%

captcha